تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حقالعضویت له پامه غورځولی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.
دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حقالعضویت سپارلی نهوي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حقالعویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حقالعضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.
د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حقالعضویت ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.
