Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.

دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حق‌العضویت له پامه غورځولی دی.

دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.

دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حق‌العضویت سپارلی نه‌وي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حق‌العویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.

د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حق‌العضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.

د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حق‌العضویت ندی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!