تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د پاکستان په هــوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبلې اندېښنه څرګنده کړه
هغه ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب وي او ټولې خواوې باید نړیوال قوانین رعایت کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د پاکستان په وروستیو هوایي بریدونو کې د ماشومانو او ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي، چې د بشپړ زغم غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب وي او ټولې خواوې باید نړیوال قوانین رعایت کړي.
یوناما له دې مخکې ویلي وه، چې دوی په افغانستان کې د پاکستان له شپنیو هوایي بریدونو وروسته د ملکي تلفاتو په اړه باوري راپورونه ترلاسه کړي دي.
له دې مخکې هم د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر او ډسمبر ترمنځ د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۷۰ ملکي وګړو د «شهادت» او د ۴۷۸ نورو د ټپي کېدا پړه پر پاکستانيو پوځیانو وراچولې وه؛ هغه مهال و، چې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستاني پوځ ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې زیاتې شوې وې.
دې ادارې یو ځل بیا په شخړه کې له ښکېلو ټولو خواوو وغوښتل، چې نړیوالو قوانینو ته پر پاملرنه ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.
یوناما دا هم زیاته کړه چې ورته بریدونه د پکتیکا ولایت په برمل او ارغون ولسوالیو کې هم شوي، چې په یوه قضیه کې یې یوه دیني مدرسه او د جومات یوه برخه زیانمنه شوې ده.
یوناما له ټولو خواوو وغوښتل چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړه پای ته ورسوي او د نړیوال بشري قانون له مخې خپلې مکلفیتونه پوره کړي.
د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر ورځ( د کب دوهیمه ) د ننګرهار د خوږیاڼو، غني خېلو او بهسود ولسوالیو او همدارنګه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شپني هوایي بریدونه کړي دي، چې په کې ۱۸ کسان شهیدان دي او یو شمېر نور ټپیان شوي.
د دغې بریدونو په ځواب کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دوی به “په مناسب وخت کې محاسبه شوی ځواب” ورکړي.