تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له اسلام‌آباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) او د کډوالۍ نړیواله ټولنه(IOM) د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې په اړه، چې له اسلام‌آباد څخه د استوګنې کارت (PoR) او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغان کډوال وباسي؛ اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

د دغو ادارو د اعلان له مخې؛ د پاکستان حکومت د پي او آر کارت لرونکو ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر دېرشمې پورې او هغو پناه غوښتونکو ته، چې درېیم هېواد ته د سفر لپاره تم دي؛ د مارچ تر دېرشمې وخت ورکړی، چې له اسلام‌آباد څخه ووځي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپلې پرېکړې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ډان نیوز د راپور له مخې؛ حکومتي چارواکو سپارښتنه کړې، چې دا پلان دې د خلکو له خبرتیا پرته پلي شي.

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د ننګونو په دوام؛ د هېواد چارواکو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې؛ هغه راجستر شوي افغانان، چې د اسلام‌آباد او راولپنډۍ د ښارونو لپاره د استوګنې جواز لري بېرته وباسي.

ډان ورځپاڼې د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ دا پلان تېره اوونۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر مشرۍ په یو لړ غونډو کې وروستی شو.

د ځای پر ځای کولو د پلان د لومړي پړاو له مخې؛ هغه افغان وګړي، چې د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACCs) لري، “سمدلاسه” له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او بیا به د غیرقانوني مهاجرو سره یوځای افغانستان ته ستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ICC سند افغانانو ته په پاکستان کې د پاتې کیدو پرمهال لنډمهاله قانوني حیثیت ورکوي. په هرصورت، فدرالي حکومت پریکړه کوي چې دا کارتونه څومره وخت اعتبار لري.

خو، هغه افغانان چې د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري، چې دوی ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په پاکستان کې هرچیرې ژوند وکړي، د دې سکیم په دوهم پړاو کې به بیرته راستانه شي.

ډان ورځپاڼې اټکل کړی، چې اوسمهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیون افغان کډوال د POR کارتونه لري او ۷۰۰ زره نور د ACC کارت لرونکي دي؛ خو دا څرګنده نده، چې څومره یې په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې مېشت دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ګدې عالي شورا مشر بریالی میاخېل وایي: “مونږ د UNHCR له چارواکو سره په یوه وروستۍ غونډه کې د افغان کډوالو ستونزې راپورته کړې. “د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ کارکوونکو مونږ ته ډاډ راکړ، چې دوی به خپلې غوښتنې او اندېښنې له مونږ سره شریکې کړي او د دې وضعیت د بدلولو لپاره به کار وکړي.”

په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د ځورونې، توقیف او افغانستان ته د بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شوې او هغه افغانان، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدنې پر تمه دي؛ هم به له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او د مارچ تر یودېرشمې پورې به افغانستان ته ستانه شي.

دا مهال، د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغان وګړي په پاکستان کې د پناه غوښتنې او درېیم هېواد ته د کډه کیدو پر تمه دي.

Trending

Exit mobile version