تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له ایران څخه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړه

 د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي، چې بې ځایه شوې کورنۍ افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره را ستنیږي؛ دوی ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

Published

on

ملګرو ملتونو له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د مخ پر زیاتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې دې هېواد د غیرقانوني کډوالو لپاره د ضرب الاجل له پلي کیدو راپدېخوا له ۶۴۰ زره څخه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه کړي، چې له ۳۶۰ زره څخه ډېر یې جبري ایستل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي، چې بې ځایه شوې کورنۍ افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره را ستنیږي؛ دوی ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

سټیفن دوجاریک زیاته کړې؛ کورنۍ، په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره ستنیږي، چې ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

سټیفن دوجاریک وایي:”په سختو شرایطو کې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل په ډراماټیک ډول زیات شوي دي. د مارچ له شلمې راپدېخوا، چې د ایران حکومت له بېرته ستنېدو وروستۍ نیټه ټاکلې وه، له ۶۴۰ زره څخه ډېر افغانان له ایران څخه راستانه شوي، چې له ۳۶۰ زره څخه ډېر یې جبري ایستل شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون (IFRC) ویلي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له ۸۰۰ زره څخه ډېر افغانان د اسلام‌کلا پولې له لارې راستانه شوي دي. دې ټولنې د راستنېدونکو د سختو شرایطو په اړه هم خبرداری ورکړی او د بېړني نړیوال ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سره صلیب د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “دا خلک یوازې شمېرندی؛ دوی میندې، پلرونه، ماشومان او هغه کورنۍ دي، چې دې هېواد ته راستنیږي. دوی  پخپله له  ډېرو ستونزو سره مخ دی.”

دې ټولنې په پوله کې د سانټي ګریډ کچې  ۴۰ درجې تودوخې لوړېدو ته هم اشاره کړې او وایي؛ کورنۍ په داسې سختو شرایطو کې افغانستان ته ستنیږي، چې  په ماشومانو کې د خوارځواکۍ نښې هم  لیدل کیږي.

د یادونې ده، چې ایران او پاکستان په تېرو درې کلونو کې د مهاجرینو د بېرته راګرځولو بهیر ګړندۍ کړې دی. که څه هم اسلامي امارت تل د مهاجرینو د تدریجي راستنېدا غوښتنه کړې؛ خو تهران او اسلام‌آباد تر دې دمه د کابل غوښتنه نده منلې، چې مهاجرین تدریجي او پر درناوي خپل هېواد ته راستانه شي.

Trending

Exit mobile version