تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له راستنېدونکو کډوالو سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت(سرپرست) له یوناما او نورو نړیوالو موسسو سره په تخنیکي ناسته کې له کډوالو او بې ځایه شویو سره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر مشرۍ په کابل کې  د یو شمېر دولتي ادارو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي او په افغانستان کې د فعالو نړیوالو موسسو په ګډون د “کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو د حل لارو موندلو” په اړه تخنیکي غونډه جوړه شوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت(سرپرست) له یوناما او نورو نړیوالو موسسو سره په تخنیکي ناسته کې له کډوالو او بې ځایه شویو سره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالکبير له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو پر شړلو نيوکه وکړه او څرګندوي؛ د مهاجرينو پر وړاندې تاوتريخوالی د زغم وړ ندی او د حکومتونو د خلکو تر منځ د کرکې سرچينه ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي، د لسیزو جګړو له کبله میلیونونه افغانان بې ځایه شوي او یا هم له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې بې ځایه شوي کسان اوس هم خپلو کورونو ته ندي راستانه شوي او له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په دې ناسته کې ویلي؛ ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو تېر کال پر بشري مرستو ۱۸۳ میلیون ډالر لګولي او له افغان کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکی انډریکا راټواټه وایي: “له ۲۰۲۳ کال وروسته مونږ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د لوی شمېر شاهدان یوو. په ټولیزه توګه د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې له ۸۰۰  زرو  څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. تېر کال مو د پاکستان له حکومت سره خبرې کړې وې، چې هغوی قانع او د مهاجرینو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته ترسره شي”.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بشري بنسټونو اړوند موسسو هم خپل پروګرامونه او فعالیتونه شریک کړل.

Trending

Exit mobile version