تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته لس میلیون دالر ځانګړي کړل

Published

on

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس د سې شنبې پرورځ( د لړم ۳۰ ) له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته د لس میلیون دالرو مرستې د ځانګړي کولو اعلان وکړ.

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو د بهیر له پیل څخه څه باندې شل ورځې تېرې شوې او د مهاجرت نړیوالې ټولنې او د خواړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د دغه بهیر د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

مارتین ګریفیتس ویلي، دا مرستې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوق څخه ځانګړې شوې او تمه ده، چې دا پیسې به افغانستان ته د ستنېدونکیو افغانانو او د هغوی د لومړنیو بشري اړتیاوو پر برابرولو ولګول شي.

مارتین ګریفیتس وایي: د سپتمبر له نیمایي راپدیخوا له پاکستان څخه څه باندې درې سوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. مونږ د ملګرو ملتونو له بېړني صندوق څخه افغان کډوالو ته لس میلیون دالر ځانګړي کوو، چې هغوی ته حیاتي مرستې او د هغوی اساسي بشري اړتیاوې برابرې کړو.

مارتین ګریفیتس ویلی، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د بېړني صندق څخه ځانګړې شي، چې مهاجرینو ته حیاتي ملاتړ چمتو کړي او د دوی لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، د اوکتوبر له لومړیو راپدیخوا پر سلهاوو زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدو لپاره له پولې اوړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو لامل کېدی شي.

د خواړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د افغان مهاجرینو اجباري اخراج په داسې حال کې روان دی، چې افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مسووله شائو لي ویلي: دوی په خورا بد وخت کې افغانستان ته راستنیږي؛ پرته له دې، چې پوه شي چېرته ځي افغانستان ته را شړل کیږي. په داسې یو حالت کې، چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی.

له بلې خوا د پاکستان د سترې محکمې قاضي د افغان مهاجرینو د اخراج د بندولو غوښتنه نه‌ده منلې.

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي، چې د دغه هېواد د سترې محکمې له قاضي یحیی افریدي سره په لیدنه کې یې د افغانانو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې، چې ونه منل شوه.

Trending

Exit mobile version