تازه خبرونه

ملګرو ملتونو پر امرالله صالح د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د چهارشنبې پر ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موترو پر کاروان برید، چې په کې لسګونه ولسي وګړي ووژل شول؛ په کلکه غندلی دی.

ګوتریس په افغانستان کې روان کړکېچ ته د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه په دې نازک وخت کې د افغانستان له خلکو او حکومت ملاتړ ته ژمن دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال صالح د موترو پر کاروان پرون په کابل کې چاودنه شوې، چې په کې لس کسان وژل شوي او له ۱۵  ډېر یې ټپیان کړي دي.

په دې برید کې صالح پر لاس ټپي شوی او ویل شوي، چې دا برید د هېواد د سیاسي شخصیتونو د هدفي بریدونو د لړ یوه برخه ده.

له برید  لږ وروسته طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل؛ خو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې کارول شوي توکي د حقاني شبکې تېرو چاودنو ته ورته دي.

Trending

Exit mobile version