تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په لغمان کې د کډوالو د ټرافیکي پېښې قربانیانو ته ډاډګېرنه وړاندې کړه

د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.

Published

on

د افغانستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر د لغمان ولایت اړوند په یوه ټرافیکي پېښې کې د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له کبله د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.

د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.

پرون د لغمان ولایت د کابل ـ جلال‌آباد پر لویه لاره د راستنو شویو کډوالو د کورنیو لېږدوونکی یو باروړونکی موټر واوښت، چې له کبله یې ۵۳ کسانو ته مرګ او ‌ژوبله واوښته.

د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر ویلي، چې دا پېښه د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان، پېنځه ښځې او درې نرینه شامل دي.

ویل کیږي، چې د موټرچلوونکي بېپامي د دې پېښې اصلي لامل دی.

Trending

Exit mobile version