تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر ګډوډ نکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ خبرداری ورکړی، چې د رای ورکولو پر مرکزونو هر ډول برید جنګي جنایت ګڼل کیدای شي.

خلکو ویلي؛ امنیتي ځواکونو ته د ټاکنو د امنیت ساتنې ماموریت ور پر غاړه دی او د رایو صندوقونو ته د خلکو د ورتګ امنیت یې بشپړ خوندي کړی دی.

د کابل اوسیدونکی احمد شکیب څرګنده کړې؛ امنیتي ځواکونه د هېواد په هره برخه کې په ځانګړي توګه د کابل د رای ورکولو مرکزونو ته نږدې ځای پر ځای شوي او تلاشي کوي او مونږ ته یې د رای ورکولو زمینه برابره کړې ده.

د کابل یو بل اوسیدونکي محمد نذیر ویلي؛ امنیت زمونږ یوازنۍ غوښتنه ده. الله مکړه، چې چاودنې ونشي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، دوه اویا زره امنیتي مامورین ګمارل شوي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې امنیتخوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات ویلي؛ مونږ د امنیتي حالاتو له مخې سیمې وېشلي دي. هغه سیمې، چې تر کلک امنیتي ګواښ لاندې دي؛ هلته به ډېر امنیتي ځواکونه ولیږل شي. مونږ پراخ امنیتي پلان جوړ کړی دی. نن اړوند سیمو او مرکزونو ته مرستندویه ځواکونه لیږل شوي دي.             

طالبانو ګواښ کړی؛ په هر ډول، چې کیږي دا بهیر به ګډوډ کړي. دوی له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې له ګډون ډډه وکړي او دغه راز یې څرګنده کړې، چې د جمعې او شنبې په ورځو کې دې د لویو لارو او ښارونو ته له ولسوالیو څخه مسافر وړونکي موترهم تګ راتګ نکوي؛ خو ناروغان تر دې حکم لاندې نه راځي.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې د ټاکنو پر وړاندې خنډ نشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره کتلي او هغوی ته یې ویلي؛ په ټاکنو کې له هر راز لاسوهنو ډډه وکړي او په ځانګړي توګه په ټاکنو کې د ملکیانو خوندیتوب ته دې پام وکړي.  د رای ورکولو پر مرکزونو او رای ورکوونکیو، چې د ټاکنو په بهیر کې ګډون کوي؛ هر راز بریدونه له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ممکن جنګي جنایت وګڼل شي. 

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د شنبې پر ورځ تر سره شي؛ خو د امنیت نشتوالی ستره ستونزه ده او ممکن د تاکنو سراسري توب اغېزمن کړي.

د یادونې ده، چې د ټاکنو په درشل کې د هېواد زیاتره سیمو د کابل په ګډون پوځي بڼه خپله کړې ده. امنیتي ځواکونه د کابل ښار په هر سل متري کې ولاړ دي او موتر تلاشي کوي.

Trending

Exit mobile version