تازه خبرونه
ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت له ټولو لوړپوړیو چارواکو بندیزونه لرې کړي
د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو له هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې د اسلامي امارت پر لوړ پوړیو چارواکو یې بندیزونه لنډمهاله لرې کړل؛ خو دوی یې د تل لپاره د لرې کېدو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ دوی د دوحې له هوکړې سره سم، چې د ۲۰۲۰ په فبروري کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې؛ د بندیزونو لرې کول خپل حق ګڼي.
تېره ورځ ملګرو ملتونو د اسلامي امارت د لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو پر دوه لوړ پوړیو چارواکو د بندیزونو د لغوه کیدو پرېکړه ونه غزوله، چې په غبرګون کې یې اسلامي امارت څرګنده کړې: له بده مرغه د اسلامي امارت پر دوه لوړ پوړیو چارواکو بندیزونه بیا لګول شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د فشار دا ډول تاکتیکونه بې ګټې او د ناکامو تجربو تکرار ګڼي او وایي، چې پایله یې ګټه نلري.
ای اف پي د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې وه، چې د م.م امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د لوړو زدکړو وزارت د چارسمبالي عبدالباقي حقاني او پوهنې وزارت د مرستیال سعید احمد شهید خېل پر سفرونو بندیزونه ولګول.
یو شمېر دیپلوماتانو یادې سرچینې ته ویلي؛ دغه بندیز په افغانستان کې پر ښځينه زدکوونکیو او زد کړیالانو د روانو محدودیتونو په غبرګون کې رامنځته شوی.
د دغو څرګندونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د ۱۳ نورو چارواکو د سفرونونو معافیت تر دوه نورو میاشتو غزولی دی.
دغه راز ویل شوي؛ که د دې کمېټې کوم غړی اعتراض وکړي، دغه دوه میاشتنی معافیت به نور ونه غزرول شي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی، چې نور دې تعصبي پرېکړې نکوي، بلکې د افغانانو د مشروع حقونو تضمین دې وکړي.
اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بندیزونو له غزولو هرکلی کوی؛ خو پر دوه یادو چارواکو دغه لګول شوي بندیزونه او فشارونه بې ګټې بولي او وایي، چې هیڅ ګټه نلري.