تازه خبرونه
ملګري ملتونه دې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې خپل رول ولوبوي
اسلامي امارت د ملګروملتونو د عمومي منشي له مرستيال مارتين ګريفيتس سره په کتنه کې ويلي؛ دغه ټولنه دې د افغانستان او نړۍ له يو بل سره په نږدې کولو کې اړین رول ولوبوي.
د دوشنبې پر ورځ په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس د اسلامي امارت له چارواکو سره د ښځو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل څرګنده کړې؛ امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له دې پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامی امارت عمومی عفوه په معاصر تاریخ کې ساری نلری او ملګري ملتونه دې د نړۍ او افغانستان په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي او اړینه ده، چې له وروستیو لاسته راوړنو هم نړیوال خبر کړي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له پلاوي وغوښتل، چې د اسلامي امارت وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک څرګنده کړې؛ ګریفیتس او د هغه پلاوی به د افغانستان له واکمنو چارواکو سره وګوري او خبرې به وکړي او له هغوی به وغواړي، چې د ښځو او نجونو په اړه پخپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي. پلاوی به دا پیغام هم ورسوي، چې له ښځو پرته بشردوستانه مرستې نشي رسېدلی او دا له عملیاتي اړخه امکان نلري.
د ملګرو ملتونو د مرستو مشر مارتین ګریفیتس د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره وکتل.
په دې کتنه کې حنفي ټینګار کړی، چې له افغانانو سره باید په هر ډول شرایطو کې مرستې روانې وساتل شي.
مارتین ګریفیتس د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم کتلي او د ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره یې د ښځینه کارکوونکیو کار اړین وباله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې له ۲۸ میلیون خلکو سره د مرستې لپاره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد دالرو مرستې غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر مرستندویه عملیات به سږ کال په افغانستان کې ترسره شي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد، چې د دغه سازمان د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر کړی و، ویلي، چې اسلامي امارت باید د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز د لرې کولو مهالویش وټاکي؛ ځکه کیدای شي دا وضعیت پنځوس کاله روان وساتل شي.