تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان له څوکۍ د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي – سهیل شاهین

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۲)

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي، ملګري ملتونه د نړیوالو اصولو خلاف او د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ په دې ټولنه کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نه سپاري.

له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ غوښتنه کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د موقت حکومت پر وړاندې د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ د نړیوالو اصولو خلاف عمل کوي او په دې ټولنه کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نه‌ورکوي.

هغه ویلي، چې ملګري ملتونه دا څوکۍ د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار په توګه کاروي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو دغه هڅه د دې نړیوال ټولنې بې‌پریتوب تر پوښتنې لاندې راولي.

سهیل شاهین دغه راز د امریکا له لوري د دوحې له تړون څخه د سرغړونو د پېښو په اړه ویلي، د دغه تړون د یوې مادې له مخې باید امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته د دغه هېواد په بیارغونه کې فعاله ونډه اخیستې وای؛ خو داسې نه‌دي شوي او تر اوسه یې په دې اړه کوم اقدام نه‌دی کړی.

له بلې خوا د ازبکستان ولسمشر افغانستان د منځنۍ آسیا یوه نه بېلېدونکې برخه وبلله او په آذربایجان کې یې د سپیکا یا د منځنۍ آسیا د هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام په غونډه کې ټینګار وکړ، چې په دغه هېواد کې ثبات د سیمې لپاره مهم دی.

هغه ویلي، چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د اوسني حکومت له ګډون پرته له دې غونډو مثبته پایله  ترلاسه کېدی نه‌شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف څرګنده کړې، چې افغانستان د منځنۍ آسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات مهم رول لري او دا هېواد نه‌شي کولی افغانستان یوازې پریږدي.

هغه وایي: که څه هم افغانستان د منځنۍ آسیا یوه نه بېلېدونکې برخه او د سیمې د ثبات لپاره مهم دی؛ خو د ځینو دلایلو له مخې به نننۍ غونډه د دغه هېواد د استازیو له حضور پرته ترسره شي. زه خپلو همکارانو ته درناوی لرم او د سپیکا له مشرتابه غواړم، چې له افغانستان سره اړیکې او همکارۍ روانې وساتي. مونږ نه‌شو کولی، چې دا هېواد ستونزو ته یوازې پرېږدو.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې تل د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او توکمیزو لږکیو د حقونو د خوندیتوب، د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو، له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو او د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې خپل غږ پورته کړی؛ خو اسلامي امارت څرګندوي، چې د نړیوال مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي.

Trending

Exit mobile version