تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان په ګډون له ۱۴ هېوادونو سره ۱۲۵ میلیون دالر بشري مرسته کوي

Published

on

ملګرو ملتونو د سې شنبې پر ورځ د بېړنيو مرستو له صندوق څخه د بشري مرستو د ملاتړ لپاره ۱۲۵ میلیون دالر د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته ځانګړي کړل.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې افغانستان او یمن هر یو د ۲۰ میلیون دالرو پر ترلاسه کولو د نوملړ په سر کې دي؛ ورپسې به بورکینا فاسو او میانمار هر یو ۹ میلیون دالر او مالي، هایتي او ونزویلا هر یو ۸ میلیون دالر ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړنیو مرستو صندوق به د مرکزي افریقا جمهوریت او موزمبیق دواړو ته ۶.۵ میلیون دالر، کامیرون او فلسطین ته ۶ میلیون دالر او مالاوي ته ۴ میلیون دالر مرسته وکړي.

دا صندوق به په بنګله دیش کې د کډوالو عملیاتو ته ۸ میلیون دالر او په یوګاندا کې د کډوالو لپاره ۶ میلیون دالر ځانګړي کړي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس د نوي تخصیص د په ډاګه کولو پر مهال څرګنده کړې: دا یو تریخ حقیقت دی، چې په ډېرو بشردوستانه عملیاتو کې مرستندویه ادارې په داسې وخت کې د خلکو مرستو ته وردانګي، چې د خلکو اړتیاوې د مرستو ترسره کولو او ډېرولو ته اړکوي.

هغه ویلي د مرکزي بېړنیو مرستې صندوق کولی شي یو څه تشې ډکې او د انسانانو ژوند وژغوري؛ خو مونږ انفرادي بسپنه ورکوونکیو ته هم اړتیا لرو- دا د ټولو لخوا او د ټولو لپاره صندوق دی.

سږکال ملګرو ملتونو له ۵۵ میلیارد دالرو څخه ډېر دالر له ۲۵۰ میلیون خلکو سره، چې جګړې، اقلیم، طبیعي پېښو، د ناروغیو خپریدو، بې ځایه کیدو او نورو بحرانونو ځپلي د مرستې غوښتنه کړې ده؛ خو تر اوسه یې له څه نا څه ۱۶ میلیارد دالرو څخه نږدې ۳۰ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، که مرستندویان د ملګرو ملتونو د غوښتنې د پوره کولو لپاره د اړتیا وړ شاوخوا ۳۹ میلیارد دالر مرسته ونه‌کړي؛ سږ کال به په میلیونونه خلک وږي پاتې شي.

هغه د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام د سې شنبې اعلامیې ته په نغوته کې وویل، چې د بودجې د نه‌شتوالي له کبله به روانه میاشت په افغانستان کې پر دوه میلیون اړمنو د خوراکي توکو وېش ودرول شي. له دې سره به د هغو افغانانو شمېر، چې سږ کال یې مرستې له لاسه ورکړې؛ ۱۰ میلیون ته ورسیږي.

د خواړو نړیوال پروګرام ويلي، په راتلونکیو میاشتو کې به یوازې ۳ میلیون خلکو ته خواړه برابر کړي. د دې ټولنې روم میشتې ادارې ویلي، چې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې ۲۱ میلیون اړو خلکو ته د لاسرسي لپاره یو میلیارد دالرو ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version