تازه خبرونه

ملګري ملتونه د روږدو د درملنې له ۱۷ مرکزونو سره مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) څرګنده کړې، چې دغه اداره په افغانستان کې د روږدو د درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي وسایل ورکوي.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دوی په دې اړه له نشه يي توکو سره د مبارزې له اړوند دفتر سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

د هوکړه لیک پر بنسټ به دغه دواړه ادارې به د روږدو د درملنې په ۱۷ مرکزونو کې درمل، طبي وسایل او د اړتیا وړ روغتیايي توکي چمتو کړي.

سرچینې زياته کړې؛ د افغانستان په شمال، لويديځ، ختيځ او مرکزي سيمو کې د روږدو کسانو ٩٣٠ مرکزونه به له دوه ميليون دالرو ډېر لګښت ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر استازي عبدالله الدرداري ويلي، چې دغه هېواد اوس هم په نړۍ کې د کوکنارو له سترو توليدوونکیو هېوادونو څخه دى، چې په تېرو کلونو کې يې زرګونه افغانان پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.

عبدالله الدرداری زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر ژمن دی، چې په دغه هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره نوره ډېره همکاري هم وکړي.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر استازې انوبه سعود هم د ملګرو ملتونو د دغو دوه ادارو هڅې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د فعاليت د دوام لپاره اړینې وښودلې او وایي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول افغانستان کې، ډېري دا مرکزونه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره روږدو کسانو ته د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې په بشپړه توګه بندې شوې او ډېرۍ هغه بهرنۍ موسسې، چې د روږدو په درملنه کې فعالې وې، هم له افغانستان څخه ووتلې.

Trending

Exit mobile version