1393ټاكنې
ملګري ملتونه د ملي وحدت د حکومت جوړولو لپاره د هوکړه لیک د امضا کیدو هرکلی کوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ملګري ملتونه د ثبات په لور د هیواد د پرمختګ د یوه مهم ګام په توګه، نن د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني تر منځ د ملی وحدت د حکومت جوړولو لپاره د موافقې د لاس لیک کولو هرکلی کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش وویل:” د تیرو څو میاشتو ناڅرګنتوب د افغانستان امنیت، اقتصاد او حکومتوالۍ ته ګرانه پریوته”
نوموړي زیاته کړه:” د هیواد په خاطر، اوس د دې وخت دی چې د ملي وحدت د حکومت هوکړه لیک ژر تر ژره پلی شي. ملګري ملتونه په افغانستان کې له نوي حکومت څخه د ملاتړ لپاره ژمن دي