بی بی سی پښتو

ملګري ملتونه: لجین الهذلول دې خوشې شي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۹)
Reuters
لجین الهذلول په ۲۰۱۸ کال کې نیول شوې وه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له وخت مخکې له بنده د سعودي د ښځو د حقونو د مبارزې لجین الهذلول د خوشي کولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو دغه بیان وروسته تر هغه راغلی چې د سعودي ملي امنیت ته د زیان رسولو او بهرنۍ پالیسۍ د پلې کولو د تورونو له کبله د سعودي د ترهګرۍ ضد محکمې اغلې الهذلول په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.

د ملګرو ملتونو دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې د سعودي عربستان یوې ځانګړې محکمې د لجین الهذلول په نامه د ښځو د حقونو هغه فعاله، چې ښځو ته د موټر چلولو د حق غوښتنه یې کوله، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.

۳۱ کلنه لجین الهذلول وار د مخه له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې په زندان کې ده.‌

نوموړې او یو شمېر نور فعالان په ۲۰۱۸ کال کې “له سعودي دوښمنه کړیو سره د اړیکو لرلو” په تور نیول شوي وو.‌

د بشري حقونو نړیوالو ډلو بیا بیا د اغلې الهذلول محاکمه غندلې او پر سعودي حکومت يې غږ کړی چې نوموړې له بنده خوشې کړي.

خو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان ځانګړې جنایي محکمې،‌ چې د ترهګرۍ قضیې ګوري،‌ نوموړې د سعودي ملي امنیت ته په ګواښ پېښولو او د “بهرنۍ اجنډا” پر مخ بېولو په جرم محکومه کړه.‌

یادې محکمې نوموړې ته د پنځو کالو او اتو میاشتو بند سزا واوروله، چې دوه کاله او لس میاشتې موده یې ځنډول شوې.

اغلې الهذلول او کورنۍ یې پرې لګېدلي ټول تورونه رد کړي‌ دي. کورنۍ یې همدا راز وایي چې نوموړې په زندان کې شکنجه شوې خو محکمه دا تور ردوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د لجین الهذلول له نیول کېدو یوازې څو اوونۍ وروسته د سعودي چارواکو ښځو ته د موټر چلولو قانوني اجازه ورکړه.‌

سعودي چارواکي وایي، د اغلې الهذلول نېونه او بندي کېدل د ښځو لپاره د موټر چلولو د حق له موضوع سره هېڅ‌ تړاو نه لري.‌

د نړیوالې ټولنې غبرګون

د لجین الهذلول کورنۍ وایي، له نیول کېدو وروسته نوموړې تر درېیو میاشتو چا سره د لیدو یا خبرو اجازه نه درلوده.‌

دوی همدا راز ادعا کوي چې په زندان کې نوموړې ته “برېښنایي شاکونه ورکړل شوي،‌ په درو وهل شوې او په جنسي توګه ځورول” شوې ده.

کورنۍ یې وایي، اغلې الهذلول ته د خوشې کېدو وړاندیز هم شوی و،‌ خو په دې شرط چې ووایي په بند کې نه ده شکنجه شوې.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، د نوموړې محاکمه په نړیوالو معیارونو برابره نه وه.‌

په تېره نومبر میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان وویل، ځانګړې جنایي محکمې ته د اغلې الهذلول د قضیې لېږدول د سعودي واکمنو “ظلم او منافقت” څرګندوي.

شنونکي وایي، د لجین الهذلول قضیه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لپاره یوه بله بدنامي ده.‌

که څه هم شهزاده سلمان په دې وروستیو کې د بهرنۍ پانګونې ور جذبولو لپاره د خپل هېواد ځینو سختو قوانینو کې نرمي راوستې، چې په ترڅ کې یې مېرمنو ته د موټر چلولو حق هم ورکړل شوی.

خو پر نوموړي تور لګول کېږي چې د بشري حقونو له فعالانو سره سخت چلن کوي.‌

شهزاده سلمان همدا راز په دې هم تورن دی چې استانبول کې د سعودي په سفارت کې دننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې یې هم لاس درلود.

خو نوموړي دا تورونه رد کړي، او سعودي چارواکي هم ټینګار کوي چې نړیوال یې باید په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

چین کې خبریاله په څلور کاله بند محکومه شوه

په یوه جلا قضيه کې چینایي چارواکو هغه خپلواکه ولسي خبریاله په څلور کاله بند محکومه کړې ده چې په ووهان کې یې د کورونا وېروس د خپرېدو په اړه رپوټونه ورکول.

پر ژنګ ژان د لانجې کولو او جنجال ته د لمن وهلو تور لګېدلی. دا هغه څه دي چې په چین کې ډېری فعالان پرې تورنېږي.

۳۷ کلنه ژنګ ژان، چې پخوانۍ وکیله هم ده، په تېره مې میاشت کې نیول شوې وه. نوموړې له څو میاشتو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی او مدافع وکیل یې وایي چې سخته ناروغه ده.

اغلې ژان د هغو ولسي خبریالانو په ډله کې ده چې ووهان کې د کورونا وبا په اړه د خپلو رپوټونو له کبله له ستونزو سره مخ شوي.

چین کې رسنۍ ازادې نه دي او چارواکي پر هغو فعالانو او خبریالانو ډول ډول فشارونه اچوي چې کورونا وبا ته د چین غبرګون تر پوښتنې لاندې راولي.

Trending

Exit mobile version