تازه خبرونه
ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې له ناورین سره د مبارزې لپاره ۶۵۰ میلیون ډالر غواړي
دا بنسټ خبرداری ورکوي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې له ۹.۵ میلیون ډېر خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال تر پایه د بشري عملیاتو لپاره د ۶۵۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه لري.
دا بنسټ خبرداری ورکوي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې له ۹.۵ میلیون ډېر خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
په ځانګړي توګه دا وضعیت د ښځو او ماشومانو لپاره خورا د اندېښنې وړ دی.
ډبلیوافپي راپور ورکړی، چې ۴.۶ میلیون میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د ښځو پر مشرۍ دوه پر درېیمه برخه کورنۍ ان د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستلو وس نلري.
افغان ښځې او نجونې – چې څه نا څه د محدودیتونو له کبله سختې اغېزمنې شوې دي؛ د هغو کسانو په ډله کې دي، چې ډېرې زیانمنونکي دي.
که څه هم د خوړو پخوانیو مرستو د قحطۍ په مخنیوي کې مرسته کړې؛ خو د نړیوالو مرستو ډراماټیک کمښت دا بنسټ اړ کړ، چې خپلې مرستې راکمې کړي.
په می میاشت کې دې بنسټ د خوراکي توکو ټول بېړنی وېش ودراوه او اوس تمه لري، چې د دوبي په میاشتو کې به یوازې یو میلیون خلکو ته ځان ورسوي، چې اټکل کیږي ۸.۵ میلیون افغانان به له مرستې پرته پاتې شي.
د تغذیې ناورین هم په ورته ډول خطرناک دی.
دې پروګرام ویلي، چې یوازې سږ کال له پېنځه کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳.۵ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون اومیدواره یا شیدې ورکوونکې میرمنې د تغذیې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.