تازه خبرونه
ملگرو ملتونو په افغانستان کې د عدلي سیستم په کمزورتیا اندیښنه وښوده
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د عدلي سیستم د کمزورۍ له کبله له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتره قضیې د خلکو په منځګړیتوب حل کیږي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په افغانستان کې د ښځو دغه حالت د اندېښنې وړ بولي او ټينګار یې وکړ چې افغان دولت باید ښځو ته عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټ یوناما او د بشري حقونو د څانګې لخوا ( بشري حقونه ) د ښځو له نظره د یوه رپوټ په خپرولو سره په هیواد کې عدالت ته د ښځو د لاسرسي په اوسني حالت اندېښنه ښودلې ده.
رپوټ د هیواد په اتلسو ولایتونو کې له یو سلو لسو میرمنو سره د مرکو په بنسټ جوړ شوی دی.
په رپوټ کې راغلي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتره پیښې د خلکو په منځګړیتوب حل کیږي او یوازې پنځه په سلو کې د تاوتریخوالي پيښې د عدلي ارګانونو لخوا حل کیږي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ایوان شیمونویچ:
“په عدلي سیستم کې نیمګړتیاوې، اداري فساد او له واک څخه ناوړه استفاده او کلتوري محدودیتونه، د دې لامل شوي چې ښځې د تاوتریخوالي قضیې د خلکو په منځګړیتوب حل کړي.”
په رپوټ کې ویل شوی چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قانون نه عملي کیږي او کله چې ښځې په دولتي ادارو کې خپل شکایت ثبتوي، له ناوړه چلند سره مخامخ کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی نیکولاس هایسم:
“داچې د خلکو د منځګړیتوب غوښتنه زیاته شوې ده، په کار ده چې په دې هکله هم تګلاره جوړه شي. د منخګړیتوب په زیاترو قضیو کې میرمنې حضور نلري او د هغوی په غیاب کې پرېکړې کیږي.”
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون وايي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې تر لاسه شوي پرمختګونه د له منځه تلو له ګواښونو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ريیسه سیما سمر:
“له بده مرغه چې لاس ته راوړنې ډېرې ماتېدونکي دي، د دې خبرې ښې بیلګې د شهېدې فرخندې وژنه، په جلال آباد کې زموږ د هیوادوالو وژل کېدل او په زابل کې د یودیرشو کسانو تښتول دي چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته. دا د دې ښودنه کړي چې د قانون حاکمیت اوس هم په افغانستان کې کمزوری دی.”
په رپوټ کې افغان دولت ته وړاندیز شوی چې په قوانینو او تګلارو کې ژور اصلاحات راولي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
-
لوبی5 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې