سیمه ییز خبرونه
موسی زی: د سولې د عالي شورا پلاوی غواړي له ملا عبدالغنی برادر سره وګوري
ټاكل شوې، چې د سولې د خبرو د تعقيب لپاره د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوى په نږدې راتلونكې كې پاكستان ته سفر وكړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
دغه پلاوى به له ملا عبدالغني برادر سره وګوري او افغانستان ته د هغه د را ګرځولو زمينه به برابره كړي.
د سولې عالي شورا په دې اړوند له څه ويلو ډه ډه وكړه.
دا چې وېل كېږي د پاكستاني طالبانو نوى رهبر ملا فضل الله د افغانستان او پاكستان په سرحدي سيمو كې اوسېږي، د يوې پوښتنې په ځواب كې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي خپل دريځ روښانه نكړ او يوازې د هو په دود يې سر وخوځوه.
په لندن كې د افغانستان پاكستان او بريتانيا په درې اړخيزه غونډه كې وپتيل شوه، چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى به په پاكستان كې د طالبانو د جګپوړي قومندان او رهبر ملا برادر سره ګوري تر څو سولې ته د وسله والو طالبانو په راضي كولو كې مرسته وكړي.