تازه خبرونه

مولوي عبدالكبیر له سادین آی یلدیز سره د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې

د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبیر په کابل کې د ترکیې د استازولۍ له مشر سادین آی یلدیز سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخېدا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»

د یلدیز د څرګندونو له مخې؛ ترکیه له یوه باثباته او پر ځان‌بسیا افغانستان څخه ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې اړین ځای لري.

هغه زیاته کړې، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په اړه له خبرو اترو پلوي کوي او په همدې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ترکیې یوازې د مالدارۍ په برخه کې د ۲۰ زره افغان وګړو لپاره د کار ویزې صادرې کړې دي او هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ لپاره مناسبې حللارې ومومي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالكبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او څرګندوي؛ د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ پرمختګ کړی او هیله ده، چې دا اړیکې نورې هم نږدې او پراخې شي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې هېواد د سیمه‌ییز اتصال یو مهم او فعال مرکز وګرځي.

هغه د افغانستان او ترکیې د خصوصي سکټورونو پر همکاریو ټینګار وکړ او د افغان کډوالو ځینو ستونزو ته یې په نغوته کې وویل، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راستنېدا ملاتړ کوي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالكبیر یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.

Trending

Exit mobile version