تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء د چارسمبالي په توګه وټاکل شو
د افغانستان اسلامي امارت ویاند تائید کړې، چې ملا محمد حسن آخوند ناروغه دی او د غیابت په وخت کې به یې اړوند چارې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ترسره کوي.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د تشریفاتو او رسنیو رییس محمد حسن حقیار د سې شنبې پر شپه ناوخته آریانا نیوز ته تائید کړه، چې مولوي عبدالکبیر به د ملا محمد حسن آخوند په غیاب کې، چې ناروغه شوی؛ د ریاست الوزرا د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کوي.
د نوموړيٍ د څرګندونو له مخې؛ رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند د ورپېښې ناروغۍ له کبله له تېرو څو میاشتو راپدیخوا نهدی لیدل شوی او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له بهرنیو لوړپوړیو چارواکو سره لیده کاته کول.
اسلامي امارت د ملا محمد حسن آخوند د ناروغۍ په اړه جزئیات نهدي په ډاګه کړي؛ خو سرچینو له دې وړاندې ویلي وه، چې نوموړی د زړه له ناروغۍ ځوریږي.
مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی او ویل کیږي، چې ځدراڼ دی.
نوموړی له دې مخکې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلامي امارت د پخواني حکومت پر مهال د ننګرهار والي و.
د تېرو وختونو د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۰۱ ز، کال کې د اسلامي امارت له ډډې ته کېدو وروسته مولوي عبدالکبیر د پېښور شوره رییس ټاکل شوی و.
هغه په قطر کې له امریکا سره د اسلامي امارت په خبرو اترو کې هم اغېزمن رول لوبولی دی.
د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته؛ هغه په پیل کې د ملا محمد حسن آخوند د اقتصادي مرستیال په توګه او وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد تویثت کړی، چې د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند د لنډ وخت لپاره د درملنې او استراحت لپاره کندهار ته راغلی دی.
ذبیح الله مجاهد څرګندوي: د دې لپاره، چې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نهشي؛ د رییس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د سرپرست په توګه کار کوي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بهیر په حکومتولۍ کې يوه عادي کړنلاره ده؛ هیڅوک دې په دې اړه د اندېښنې او پروپاګند هڅه نهکوي او نه هم هېوادوال کومه اندېښنه لري.