تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت د چارسمبالي په توګه خپله دنده پیل کړه
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مولوي عبدالکبیر د پېژندنې مراسم د اسلامي امارت د رهبر پر امر او د یو شمېر دولتي چارواکو په شتون کې ترسره شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې د ریاست الوزراء پخوانی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (شنبه) په رسمي ډول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارسمبالي په توګه کار پیل کړ.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مولوي عبدالکبیر د پېژندنې مراسم د اسلامي امارت د رهبر پر امر او د یو شمېر دولتي چارواکو په شتون کې ترسره شوي دي.
مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره به اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړی د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کډوالو چارو وزارت د پخواني چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني پر ځای معرفي شو.
د یادونې ده، چې خلیل الرحمن حقاني د روان کال د لیندۍ پر یوویشتمه په کابل کې د کډوالو چارو وزارت دننه په یوه ځانمرګي برید کې “شهید” شو.
د داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.