کوید۱۹

مونږ بېوزلو هېوادونو ته ژمنې نه، بلکې کرونا واکسین غواړو – ډبلیو اچ او

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي؛ د کرونا واکسین تولیدوونکي او بډایه هېوادونه دنده لري، چې بېوزله هېوادونو ته د واکسین پوره خوراکونه ولېږدوي او په دې اړه روغتیایي نابرابرۍ پای ته ورسوي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې لوی مشر ټډروس اډهانوم قبریسوس یوې خبري غونډې ته ویلي؛ د ۵ اعشاریه ۵ میلیارډ خوراکه واکسینو ۸۰ سلنه بډایه هېوادونو ته لېږل شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د روان کال تر پای به د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي واکسین شي او د همدې موخې لپاره یې بېوزلو هېوادونو ته لېږل باید چټک شي.

ټډروس اډهانوم قبریسوس په دې اړه ویلي؛ تولیدوونکیو ژمنه کړې وه، چې د ټيټې کچې او لږ عاید لرونکیو هېوادونو ته باید لومړیتوب ورکړ شي. مونږ نور ژمنې نه، بلکې واکسین غواړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په یوشمېر ډېرو هېوادونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره مبارزه ټکنۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version