Connect with us

تازه خبرونه

مونږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره باعزته اړیکې غواړو – متقي

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۳

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ويلي؛ اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره داسې باعزته اړیکې غواړي، چې د دواړو خواوو وقار په کې خوندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، که واشنګټن له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل غواړي، اسلامي امارت کومه ستونزه نلري.

امیر خان متقي ټینګار کوي؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان بیا د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د منفي سیالۍ ډګر شي.

هغه په ​​دې باور دی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به هم اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی غواړي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د اړیکو مرکز وي.

متقي له بي بي سي سره په خبرو کې همدارنګه ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د رییس د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ناعادلانه او ظالمانه دی او دا کار د افغانستان او نړۍ ترمنځ په اړیکو کې هیڅ اغېز نلري.

امیر خان متقي همدارنګه په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه‌ګډون د غونډې په اړه د شکونو لامل وباله او وایي، چې دا غونډه د افغانستان په ګټه نه‌وه.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې په اسلام‌آباد کې د نجونو د زدکړې په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه راببل شوې وه.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت په مشرتابه کې پراخ بدلونونه؛ د وزیرانو ټاکنه او د والیانو او قومندانانو بدلون

دا بدلونونه د اسلامي امارت د اداري او امنیتي جوړښت د تنظیم او پیاوړتیا د پروسې یوه برخه ده

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په حکومتي تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې رامنځته شوې دي:

۱- د فاریاب ولایت مخکنی والي عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه،

۲- د بادغیس ولایت مخکنی والي محمد حنیف حمزه د فاریاب  د والي په توګه،

۳-د بغلان ولایت مخکنی والي عبدالرحمن حقاني؛ د خوست ولایت د والي په توګه،

 ۴- د خوست ولایت مخکنی والي عبد ﷲمختار د بغلان ولایت د والي په توګه،

 ۵- د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ مخکنی مشاور محمد ولي جان؛ د بادغیس ولایت د والي په توګه،

۶- د پکتیکا ولایت مخکنی مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د مرستیال په توګه،

 ۷- د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالقیوم هلال؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه،

۸- د بغلان ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالحق؛ د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندان په توګه،

۹- د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د سلب آزادۍ د مخنیوي مخکنی رییس  محمد عمر مخلص د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه،

۱۰ – د میدان وردګ ولایت د والي مخکنی مرستیال فرید‌ﷲ قیام د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه،

۱۱- د پکتیا ولایت د والي مخکنی مرستیال انعام‌ﷲ صلاح الدین د لوګر ولایت د مرستیال په توګه،

۱۲- د لوګر د والي مخکنی مرستیال محمد انور د پکتیا ولایت د مرستیال په توګه،

۱۳- د نیمروز ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالظاهر مدثر د میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه،

۱۴- د هلمند ولایت د والي مخکنی مرستیال محمد نبي حماس د بغلان د مرستیال په توګه،

۱۵- د فراه ولایت د والي مخکنی مرستیال رحیم‌ﷲ محمود؛ د هلمند ولایت د مرستیال په توګه،

۱۶- د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې پیاده لواء مخکنی قومندان محمد ګل خیبر د فراه ولایت د مرستیال په توګه،

۱۷- د بغلان ولایت د والي مخکنی مرستیال محمد همایون جهاد یاد د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمي پلي لواء د قومندان په توګه،

۱۸- د پکتیکا ولایت د علماوو شوری مخکنی غړی قاضي نور‌ﷲ د همدې ولایت د مرستیال په توګه او

 ۱۹- د لوګر ولایت مخکنی امنیه قومندان آغا ولي حنفي د زندانونو چارو عمومي ریاست د آزادۍ د سلب شویو ځایونو د څارنې ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا بدلونونه د اسلامي امارت د اداري او امنیتي جوړښت د تنظیم او پیاوړتیا د پروسې یوه برخه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

Published

on

په نړۍ کې د جګړو د زیاتېدا او د بشري مرستو د کمېدا له کبله په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.

د دې بنسټ د ماین پاکۍ برخې مسوولې کازومي اوګاوا ویلي، چې دفاعي لګښتونو ته د هېوادونو د پاملرنې له کبله د مالي سرچینو کمښت پر بشري پروګرامونو مستقیم اغېز کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې پر منځنۍ کچه هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو زیات ککړ ګڼل کېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام د ملکي وګړو؛ په ځانګړي توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ دی.

په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېر یو کال کې ۴۷۴ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰۰ کیلومټر مربع څخه زیاتې ځمکې اوس هم د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله ککړې دي، چې شاوخوا اووه میلیون کسان له خطر سره مخ کوي.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال ۱۵۵ د ماین پاکۍ ډلې د ۱۰ پروګرامونو په چوکاټ کې د ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کار کوي، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دې فعالیتونو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم راپور ورکړی و، چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله له مرګ او ژوبلې سره مخ کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ

تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.

Published

on

په کابل کې د یو شمېر کلتوري شخصیتونو، لیکوالانو او د کتاب مینه‌والو په ګډون یو د کتاب نندارتون جوړ شوی دی.

تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.

دا نندارتون، چې د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې جوړ شوی؛ په ادبي، ټولنیزو، تاریخي، ښوونیزو او نورو بېلابېلو کټګوریو کې سلګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!