تازه خبرونه
مونږ د رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلواکۍ معامله نهکوو – حقاني
(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۲)
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال ويلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلواکۍ معامله نهکوي.
حقاني د سې شنبې پر ورځ د پکتيا ولايت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يوې غونډې ته په وينا کې وويل: دا د وياړ خبره ده، چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
حقاني وایي: اوس دوی مونږ پر رسمیت نهپېژني؛ ځکه، چې مونږ د دوی سپارښتنې او غوښتنې نهدي منلي.
هغه دا ټینګار هم وکړ؛ اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره سترې قربانۍ ورکړي، چې اوس د دغه هېواد لپاره د وياړ سرچینې دي.
حقاني دا هم ویلي، چې پر افغانستان یرغل نه یوازې پوځي و، بلکې فکري، اقتصادي او فرهنګي هم و.