سیمه ییز خبرونه

مونږ د سوریې له لارې خپله تدارکاتي لار له لاسه ورکړه – د حزب الله مشر

د بشار الاسد د رژیم پر مهال د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله له سوریې څخه د عراق له لارې وسلې او نور پوځي تجهیزات راوړل؛ خو د ډسمبر پر شپږمه د اسد مخالفانو له عراق سره پوله ونیوله او دغه لاره یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته پلازمېنه دمشق ونیول شو.

Published

on

د لبنان د حزب الله مشر نعیم قاسم د شنبې پر ورځ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې دې ډلې د سوریې له لارې خپله اکمالاتي لاره له لاسه ورکړې ده.

د بشار الاسد د رژیم پر مهال د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله له سوریې څخه د عراق له لارې وسلې او نور پوځي تجهیزات راوړل؛ خو د ډسمبر پر شپږمه د اسد مخالفانو له عراق سره پوله ونیوله او دغه لاره یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته پلازمېنه دمشق ونیول شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ قاسم د شنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې پرته له دې، چې د بشارالاسد نوم واخیستل شي وویل: هو! په دې پړاو کې حزب الله د سوریې له لارې خپله پوځي اکمالاتي لار له لاسه ورکړې؛ خو دا زیان مو د مقاومت په کار کې لږ دی.

هغه زیاته کړې: شاید یو نوی رژیم راشي او دا لار بېرته عادي حالت ته راشي او مونږ کولی شو نورې لارې ولټوو.

حزب الله پر ۲۰۱۳ کال په سوریه کې مداخله پیل کړه، چې له بشارالاسد سره د مخالفانو پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي، چې هغه مهال د هغه د نسکورولو په لټه کې و. تېره اوونۍ کله، چې اپوزیسیون دمشق ته نږدې شو؛ دې ډلې د خپلو جنګیالیو د وتلو د څارنې لپاره څارونکي افسران واستول.

د بشارالاسد د کورنۍ له ۵۰ کلنې واکمنۍ وروسته اوس د تحریر الشام کمیټې پر مشرۍ انتقالي حکومت رامنځته شوی دی.

قاسم ویلي، چې حزب الله د نویو ځواکونو په اړه تر هغه وخته قضاوت نشي کولی، چې دوی خپل وضعیت ډاډمن او روښانه دریځ خپل نکړي.

هغه زیاته کړې؛ دی هیله لري، چې د لبنان او سوریې خلک او حکومتونه خپلې همکارۍ روانې وساتي.

قاسم وایي: مونږ هم هیله لرو، چې دا نوی واکمن اړخ اسرائیلو دښمن وګڼي او اړیکې ورسره عادي نکړي. دا هغه څه دي، چې له سوریې سره زمونږ د اړیکو پر اړتیا اغېز کوي.

حزب الله او اسرائیلو د لبنان په جنوبي پوله کې له شاوخوا یو کال راپدېخوا د غزې د جګړې له کبله سره ښکېل دي.

د یادونې ده، چې په سپتمبر کې اسرائیلو پر لبنان پراخ عملیات پیل کړل او د حزب الله ډېر مشران یې ووژل.  

Trending

Exit mobile version