تازه خبرونه

مونږ سولې ته د ګډو هڅو په هیله یو – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۹)

نن سې شنبه د تلې اتمه د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله د اسلام آباد په ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت کې د وینا پر مهال څرګنده کړه، چې افغانستان او پاکستان د افراطیت، تروریزم او کرونا ویروس له ګډ ګواښ سره مخ دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې؛ عبدالله عبدالله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل یو تاریخي او ارزښتمنه شېبه بولي او زیاتوي، چې له دې شېبې څخه باید د جګړې د پای ته رسولو او په افغانستان کې دننه او بهر د تلپاتې او له درناوي ډکې سولې د خوندي کولو لپار ګټه واخلو.

ښاغلي عبدالله ټینګار کړی، چې افغانستان به په هېواد کې یوې ترهګرې ډلې ته هم اجازه ورنکړي، چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

عبدالله عبدالله وایي: اوس هغه وخت رارسیدلی، چې ملتونه مو پخپلو ستراتیژیکو غوراویو له سره کتنه وکړي؛ نوي لیدلوري وپېژني، د ګډو ستونزو او ګټو په اړه بحث وکړي او پوه شي، چې سوله په افغانستان ، سویلي او مرکزي آسیا د اړیکو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.

هغه دا هم ویلي: مونږ مسوولیت لرو، چې د یوې اجماع جوړولو لپاره ګډ کار وکړو او د سولې د پیاوړي کولو لپاره ګډې هڅې تنظیم کړو او په افغانستان کې جګړه د یوې عادلانه، جامع او له درناوي ډک سیاسي حل له لارې پای ته ورسوو. مونږ باید دا اصل هیر نکړو، چې نننی افغانستان د ۱۹۹۶ یا ۲۰۰۱ هېواد نه دی؛ افغانستان نن ځوان او ټولګډونه دی.

دغه راز په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سولې خبرو لپاره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې هیڅ راز  پوځي حل نشته، بلکې په افغانستان کې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازنۍ لار او غوره لار سیاسي هوکړې ته رسیدل دي.

ښاغلي قریشي ویلي اسلام آباد د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او یوازې افغانان کولی شي د خپل هېواد پر راتلونکې پرېکړه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ، مرکزي آسیا سره د سویلي آسیا د اړیکو او د سیمې د هېوادونو د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره په افغانستان کې سوله د سیمې یوه اړتیا ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلام آباد ته د پخلاینې عالي شورا د مشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم پرمختګ دی او باید د اسلام آباد او کابل ترمنځ په اړیکو کې نوی فصل پرانيزي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې لوی اکثریت په افغانستان کې سوله غواړي.

 نوموړي دا هم ویلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به هم ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version