تازه خبرونه
مونږ له نړۍ څخه د دیپلوماتیکو اړیکو نوی پړاو غواړو – شېرمحمدعباسستانکزی
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمدعباسستانکزي د يوناما د ځانګړې استازې له مرستيال مارکس پوتزل سره وکتل او ټينګار يې وکړ، چې اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د ديپلوماتيکو اړيکو نوی باب پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د بانکونو د محدودیتونو، د نشهیي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي او د اقلیم د بدلون په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو نوی باب پرانیزي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، پر نشهیی توکو د روږدو کسانو درملنه پیل شوې او د نشهیي توکو پر پېر او پلور بندیز لګېدلی او له سرغړوونکیو سره هم جدی چلند کیږي، چې دا د اسلامی امارت، نړیوالې ټولنې او ولس ګډ مسوولیت دی.
هغه د ملګرو ملتونو له پلاوي وغوښتل، چې د کوکنارو د بدیل کښت د دودولو، د بانکي بندیزونو لرې کولو او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له مرستې ډډه ونهکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي؛ پوتزل د اسلامي امارت د هڅو درناوی کوي او څرګندوي، چې یوناما به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو زمینه برابره کړي.