تازه خبرونه
مونږ په افغانستان کې د عملیاتو حق لرو – پاکستان
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي؛ پاکستان حق لري، چې په افغان خاوره کې د پاکستانيو طالبانو یا TTP پر ضد عملیات وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد په افغانستان کې د عملیاتو حق لري.
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي؛ پاکستان حق لري، چې په افغان خاوره کې د پاکستانيو طالبانو یا TTP پر ضد عملیات وکړي.
دغه پاکستاني چارواکي له سما ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.
نوموړی وایي: « د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په اړه شک نشته؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې که له یوه هېواده د بل هېواد خاورې ته د برید ګواښ وي او یا د برید پلان جوړېږي، نو لومړی هېواد د ځان د ساتنې لپاره هلته د عملیاتو حق لري. مونږ حق لرو دښمن او ترهګر په هر ځای کې، چې وي پر نښه کړو.»
د پاکستان د پلان وزیر احسان اقبال ويلي، هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې له نوې جګړې سره مخ دی او له افغانانو سره د قربانۍ بیه پرې کوي.
احسان اقبال وایي: ” د پاکستان حکومت تل افغان حکومت ته د خبرو له لارې ویلي، چې د پاکستان پر ضد د ترهګرو لخوا د افغانستان له خاورې د استفادې مخه ونیسي، زمونږ د هېواد خلکو د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، چې اوس یې له پایلو سره مخ یوو. مونږ هیله من یوو، چې طالبان دې ته پام وکړي.”
د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستانيو پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو هوايي بریدونه وکړل، چې د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل شول. په ځواب کې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې بریدونه هم وکړل.
اسلامي امارت په افغانستان کې د TTP شتوالی رودوي او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تېره ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا کې له لاسوهنې او حملو ډډه وکړي. که نه؛ نو د افغانستان له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي. ستانکزي د سرحدونو دفاع خپله دنده وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې د اسلامي امارت ځواکونه به د یرغلګرو سترګې وباسي.