تازه خبرونه

مونږ په ملکي او موخه ییزو وژنو کې ښکېل نه یوـ طالبان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۳۹۹)

طالبانو نن (دوشنبه د سلواغې ۱۳) د یو لړ بهرنیو هېوادونو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګني دوی د ملکي وګړیو په وژلو، موخه ییزو وژنو او د بیخبنایي پروژو په ویجاړولو کې ښکېل پاتې دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د دوی پالیسي د خبرو اترو له لارې د ستونزو اواری دی او “د افغانستان اسلامي امارت دا ډول تورونه ردوي.”

طالبانو ویلي، چې د ملکي وګړیو او عامه تاسیساتو ساتنه د دوی له دیني او انساني مسوولیتونو څخه یو مسوولیت دی.

د ناټو په ګډون په افغانستان کې د اروپا اتحادیې او یو شمېر بهرنيو سفارتونو استازیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وه، چې طالبان په افغانستان کې د ډېري تاوتریخوالي مسوول دي او د ملکي وګړیو په موخه ییزو وژلو کې هم ښکېل پاتې دي.

طالبان بهرني ځواکونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل بولي او وایي؛ بهرني اشغال په افغانستان کې د روان کړکیچ یو لوی فاکتور دی، چې له ۲۰ کلونو راپدیخوا افغانان وژل شوي، پر خلکو یوه بې کفایته اداره مسلط شوې او له فاسد رژیم ملاتړ ته دوام ورکوي.

طالبان د اروپایي ټولنې په ګډون یو شمېر بهرني هېوادونه د افغانستان په کړکیچ پړه بولي او په ډاګه کوي، چې بدبختانه  دغو هېوادونو په تېرو شل کلونو کې زموږ د ملت پر وړاندې په ناورینونو، ویجاړی ، بمي چاودنو، وژنو او جرمونو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دخیل شوي او یو شمېر یې “اوس هم ښکېل دي.” دوی هڅه کوي په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو حضور پراخ کړي او اوسنۍ جګړې ته دوام ورکړي.

طالبان د دوحې تړون پلي کول د امریکا او افغانستان لپاره ګټور بولي او څرګندوي: که د دوحې تړون پلی شي؛ دا به د امریکا، د ښکېلو نورو هېوادونو د ښېګڼې او د افغانانو د خیر لپاره وي. ” که څوک د دوحې کنوانسیون له پامه غورزوي او د جګړې د دوام او نیواک د غزولو لپاره عذرونه جوړوي بیا؛ نو د افغانستان مجاهدین کولی شي پر سرلوړۍ له خپلو ارزښتونو، خاورې، هېواد او حقونو دفاع وکړي. لکه څنګه، چې تاریخ ثابته کړې هم ده.

تر دې دمه بهرنیو هېوادونو او افغان حکومت د طالبانو پر دغه غبرګون څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version