نړۍ
موټربم چاودنې د کریمیه پله یوه برخه ویجاړه کړه
رویټرز راپور ورکړی، چې د شنبې پر سهار پر کریمیه پله د موټر بم چاودیدنې کریمیه ته روان د تېلو اووه ټانکرونه وسوځول؛ د پله یوه برخه ویجاړه او د روسیې او کریمیه ځمکنۍ اړیکې ورسره پرې شوې.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیه له اوکراینه ونیوله او ۱۹ کیلومتره پل، چې د روسیې ترانسپورتي شبکې یې سره نښلولې، چې څلور کاله مخکې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرانستی و.
د کریمیه والي سرګی کسینوف په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې چاودنه د سهار په ۶:۰۷ دقیقو په یوه بار وړونکې لارۍ کې رامنځته شوې، چې له کبله یې د تېلو اووه ټانکرونو په یوه ریلګاډي کې، چې د کریمیه پر لوري روان ول اور ولګېد او ترافیک وځنډول شو.
نوموړي زیاته کړې؛ د سړک او پله دوه برخې ړنګې شوي؛ خو د کرچ تنګي د اوبو لاره، چې د تور سمندر او ازوف سمندر ترمنځ بېړۍ په کې تګ راتګ کوي، زیان ندی رسیدلی.
د روسیې خبري آژانس انترفکس راپور ورکړی، چې له بېړني حالت له اعلانولو وروسته اور مړ شوی دی.
د اوکراین د ولسمشر سلاکار تویت کړی، چې دا یوازې “پیل” و؛ خو دا یې ونه ویل، چې اوکرایني ځواکونه د چاودنې مسؤول دي.
تاس خبري آژانس د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ پوتین حکومت ته لارښوونه کړې، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو دولتي کمیسیون جوړ کړي.
د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مشر اولیکسي دانیلوف په ټولنیزو رسنیو کې د سوځیدلي پله یوه ویدیو د مارلین منرو د ویدیو تر څنګ خپره کړې، چې ولسمشره ولادیمیر پوتین د خپلې ۷۰ د ورځې په مناسبت د سندرو په حال کې لیدل شوی دی.