سیمه ییز خبرونه
ميرمن سيمين باركزۍ د سيروم او درملو له تطبيق ډډه وكړه- ډاكټران
سيمين باركزۍ د اعتصاب په نهمه ورځ د خپل وصيت په بيانولو ويلي:
كه له دې لامله مړه شي مسووليت به يې د يوشمېردولتي چارواكو په غاړه وي.
د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم له ميرمن باركزۍ غوښتي، چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.
له ولسي جرگې څخه د ليرې كړشوې استازې سيمين باركزۍ اعتصاب نهمې ورځې ته داخل شو.
هغې د دوشنبې په ورځ(د تلې په ۱۸) د خپل وصيت په لوستلو اعلام وكړ، چې:
كه له دې لامله مړه شي مسوول به يې د دولت يو شمېر لوړ پوړي چارواكي وي .
د ولسي جرگې غړې شكيبا هاشمي د ميرمن باركزۍ له اعتصاب څخه ملاتړڅرگند كړى.
له دې وړاندې هم يو زيات شمېرلوړ پوړيو دولتي چارواكو له ميرمن باركزۍ غوښتي وه، چې اعتصاب پاى ته ورسوي، خو هغې ټينگاركړى:
ترهغې، چې له ولسي جرگې د اته نورو ايستل شويو استازيوغوښتنې ونه څېړل شي له خپل تصميم به وانه وړي.
په همدې وخت كې ډاكټران د ميرمن باركزۍ روغتيايي حالت د اندېښنې وړگڼي او وايي:
د دوشنبې شپې را پديخوا د سيروم او درملو له تطبيق ډډه كوي.
سيمين باركزۍ په هغو نهه كسانو كې راځي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د پرېكړې له مخې له ولسي جرگې ايستل شوي دي.
