تازه خبرونه
میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو
د ولسي جرګې د اداري پلاوي لنډمهالی مدیر محمد عالم ساعي وایي؛ نصاب مو ۲۴۵ دی او هر چا، چې ۱۲۳ رای خپلې کړې؛ همغه ګټونکی دی.
د ولسي جرګې لنډمهال رییس ملک قیس نورآغا وایي؛ سپینې رایې دوه او باطلې ۱۱ وې؛ خان محمد ۹۶ رایې او میررحمان رحماني د ولسي جرګې د اووه لسم پړاو د رییس په توګه ۱۳۶ رایې خپلې کړي او د پېنځه کلونو لپاره به د دې جرګې مشر وي.
د ولسي جرګې رییس ژمنه کوي، چې د قانون د عملي کیدو او د خلکو غوښتنو د پوره کیدو لپاره به عملي ګامونه واخلي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي، چې د قانون له مخې به له اجرائیه او قضاییه ځواک سره همکار وي او ملي ګټې د هرې بلې موضوع په تناسب د ولسي جرګې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.
د ولسي جرګې ریاست ته نوماند خان محمد وردګ وایي؛ ممونږ به د ښاتغلي رحماني سره د همکار په توګه هڅې کوو، چې خپل مسوولیتونه ښه تر سره کړو.
ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې د رییس د مرستیالانو ټاکلو لپاره هم تر شاوخوا څلویښت ورځو وروسته ټاکنې وشي؛ خو معالومه نده، چې کومې څېرې د دې څوکیو لپاره ځانونه نوماندوي.