لوبی
میلاپ میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی شو
د هېواد کرکت بورد په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې میلاپ پرادیپ کمار میوادا له وړاندې په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان سوپر کولا یو ورځنیو سیالیو لپاره له ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ میوادا د بنګله دېش پر وړاندې له سیالیو مخکې په عربي متحده اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې له روزنیزو هڅو سره هم مل و، چې اوس ورسره افغان کرکت بورد د توپوهنې په برخه کې اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ.
کرکت بورد څرګنده کړې؛ میلاپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶ز. کال څخه تر ۲۰۰۵ ز. کال پوري د بارودا او ویست زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.
دغه راز نوموړي ۱۱ فرست کلاس او ۲۶ لیست اې سیالیو کې د ویکت کیپر په توګه ۶۷ کیچونه او ۱۲ ستمپونه ترسره کړي دي.
د افغانستان کرکت بورد په خبرپاڼه کې راغلي: میلاپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه هم لري، هغه د حیدرآباد ایالت د کرکت ټولنې منتخبې لوبډلې، چاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جامو کشمیر کرکت ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او په کرکت لوبه کې د لوبغاړي او روزونکي په توګه ټولټال ۳۲ کلنه تجربه لري.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دا مهال په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د سوپر کولا کپ یو ورځنیو سیالیو لپاره، چې ټاکل شوې د زمري پر ۳۱ / د اګست پر ۲۲ پیل شي؛ د چمتووالي په موخه روزنیزې هڅې تر سره کوي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه10 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ16 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
