تازه خبرونه
م.م امنیت شورا غړي د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي
یوناما د چهارشنبې پر ورځ( د لیندۍ یوویشتمه ) ویلي وه، چې ټاکل شوې دې غونډې ته په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د دې هېواد پر وضعیت د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ويلي، چې ټاکل شوې د افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غړي غونډه وکړي.
یوناما د چهارشنبې پر ورځ( د لیندۍ یوویشتمه ) ویلي وه، چې ټاکل شوې دې غونډې ته په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د دې هېواد پر وضعیت د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې غوندې په پای کې به ګډونوال د افغانستان په تړاو د بندو دروازو شاته سلامشورې هم وکړي.
د دې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې، چې امنیت شورا پر افغانستان د بندیزونو او د ارزونې د ۱۹۸۸ کمیټې د واک د تمیدید په اړه هم پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې اسلامي امارت ویلي، چې د حکومت د استازي له شتون پرته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډو جوړول به مثبته پایله ونلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ويلي: مونږ دا غواړو؛ مخکې له دې، چې د افغانستان په اړه بحث وشي افغانان بايد يوه څوکۍ ولري. د اوسني نظام استازي باید شتون ولري، له خپل دریځ دفاع وکړي او د ابهام ونیول شي. که بیا پرېکړه وشي، دا به عادلانه وي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا، انګلستان او فرانسې په ګډون د دې شورا ډژر غړي پر اسلامي امارت د فشارونو د دوام غوښتونکي دي او د چین او روسیې په څیر هېوادونه له اسلامي امارت سره غیر مشروط تعامل غواړي.
