بی بی سی پښتو
م. م ته هند کې د افغان پناغوښتونکو لیک؛ د جنګي اسیرانو په څېر ژوند کوو
نن (جون ۲۰مه) د پناه غوښتونکو یا کډوالو نړیواله ورځ ده. په هند کې افغان پناه غوښتونکو په لیکلي بڼه د ملګرملتونو له سرمنشي او اروپايي ټولنې غوښتي چې د هغوی د پناه ورکړې د منلو په اړه اقدام وکړي. دوي په دغه غوښتنلیک کې له ناوړه اقتصادي وضعیت او له زدهکړو د خپلو ماشومانو د لیرې والي یادونه کړې. دوي وايي ژوند یې د جنګي اسیرانو په څېر دی.
په هند کې میشت افغان مهاجر وايي له کلونو را په دې خوا د هغه هېواد په لویدیځ کې اوسېږي. دغه کډوال په امریکا، اروپا او اسټرلیا کې د کډوالو د منلو په سیاست کې له بدلون وروسته اوس هغه هېواد کې بې برخلیکه پراته دي.
د هند نوي ډیلي ښار کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو په یوه اعتراضي غونډه کې خپل نامعلوم برخلیک ته د پام وراوښتو غوښتنه وکړه او د خپل ناوړه اقتصادي او بې برخلیکه وضعیته شکایت کوي. دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې ستونزو او غوښتنو ته یې پام وکړي.
اعتراض کوونکو په سپینو پاڼو لیکلي و، “زموږ جرم څه دی، تر څو به بې برخلیکه یو؟”
- افغان پناه غوښتونکي له بلجیم پناه غواړي
- م. م: د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکی افغانان دي
- مالیزیا کې بې برخلیکه پاتې افغانان
دوی وايي دېرش تر څلوېښتو زرو افغان کډوال په هند کې په دې هیله ژوند کوي چې یوه ورځ به په دریمګړي هېواد کې له ژوند کولو برخمن شي.
هند کې اعتراض کوونکي شکایت لري چې کلونه کېږي د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي ادارې UNHCR ته یې د پناه غوښتنې وړاندېز کړی، خو لا یې روښانه ځواب نه دی تر لاسه کړی.
په هند کې افغان کډواله شاه پري وايي:
“ولې مې دا غږ نه اورې، په نهو کلونو کې مو چې غږ نه اورې نو کله به یې اورې. اته – نهه کاله کېږي زموږ برخلیک نه معلومېږي، په قرنطین کې مو څلور میاشتې تېرې شوې دي. هېچا هم ور راخلاص نه کړ چې څه حال مو دی.”
د کورونا وېروس خپرېدو او قرنطین په هند کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې لا پېچلې کړي. دوي وايي د ژوند د کړاو د مخنیوي په موخه یې چې څه لرل هغه یې هم د کورونا وېروس له خپرېدو سره له لاسه ورکړل. خو اوس د خوړو د پېرلو او کورونو د کراییې د ورکړې توان نه لري او ان ځینې وخت د هندو عبادتځیو مخ کې څو ګړۍ ولاړ وي چې یوڅه خیراتي خواړه ترلاسه کړي.
په هند کې مېشت افغان پنا غوښتونکي وايي، په دې هېواد کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ افغان کورنۍ له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي او ۲۰۰۰۰ کورنیو یې په تېرو اوو کلونو کې د کډوالۍ هېڅ کارت نه دی ترلاسه کړی.
په هند کې یو افغان پناه غوښتونکی تیمور اریا وايي له څلورو کلونو را په دېخوا هغه هېواد کې اوسېږي، ټول شته یې مصرف شوي خو لا یې هم برخلیک نه دی روښانه:
“ټولې هغه پیسې چې مو لرلې مصرف شوې، ځکه دلته کرایه او نور لګښتونه ډېر دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته ورغلو، هغوی یو شین کارت راکړ چې په هرو شپږو میاشتو کې یوځل ټاپه کېږي. یوځل مې ماغزو سکته وکړه، اوس مې یو لاس او پښه کار نه کوي.”
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د هغه هېوادونو میلیونونه کسان هم بېکاره او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي چې کډوال به یې په خپلو هېوادونو کې د مهاجرو په توګه منل.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې په وروستیو کلونو کې په ټوله کې نژدې اتیا میلیونه ښځینه، نارینه او ماشومان کډوال او یا له خپلو مینو بېځایه شوي دي. له دې ډلې یوازې سږ کال لس میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي په وروستیو کلونو کې د بېځایه شویو کسانو شمېر ډېر زیات شوی دی، دوی وايي د ۲۰۱۸ کال تر پایه نږدې اتیا میلیونه کسان د جګړو او تاوتریخوالي له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي کډوال د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته نړۍ کې نورې ګڼې ستونزې تجربه کوي.