تازه خبرونه

م.م د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څخه ژوندي پاتې کسانو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

افغان چارواکو ويلي؛ د وږي پر نهمه / د اګست پر یودېرشمه د افغانستان په خیځ کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د رښتر پر کچه ۶.۰ درجې زلزلې او وروستیو ټکانونو له کبله یې نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه، له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان او له ۶ زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

Published

on

ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له کبله د اغېزمنو نږدې نیم میلیون خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱۳۹.۶ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

افغان چارواکو ويلي؛ د وږي پر نهمه / د اګست پر یودېرشمه د افغانستان په خیځ کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د رښتر پر کچه ۶.۰ درجې زلزلې او وروستیو ټکانونو له کبله یې نږدې ۳۰۰۰ کسان مړه، له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان او له ۶ زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دوی له ۴۱۱ اغېزمنو کلیو څخه یوازې ۴۹ لیدلي، چې ډېری یې د غرنیو سیمو او ویجاړو سړکونو له کبله یوازې د چورلکو له لارې لاسرسی لري.

د سې‌شنبې پر ورځ (د وږي اته‌لسمه) د دې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راتواټه خبرداری ورکړی، چې د ژمي له رارسېدو سره د مرستو رسول مو “د وخت له سیالۍ” سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې: “دا یوه داسې شېبه ده، چې نړیواله ټولنه باید خپل زغم وښیي او له هغو خلکو سره رښتینې پیوستون څرګند کړي، چې له کلونو راپدېخوا ځورېدلي او کړېدلي دي.”

د دغه بېړني پروګرام له مخې: بشري بنسټونه به ۴۵۷ زره اغېزمنو خلکو ته د سرپناه، روغتیایي مرستو او خوړو د بېړنيو اړتیاوو په ګډون نورې بېړنۍ مرستې عهم چمتو کړي.

د راپورونو له مخې؛ په دې طبیعي ناورین کې له ۶ زره ۷۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شوي دي، چې شته روغتیایي آسانتیاوې هم د ټپیانو د درملنې لپاره بسنه نه‌کوي.

د ملګرو ملتونو دا نوې غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ډېري هېوادونو او نړیوالو ټولنو په افغانستان کې د سیاسي وضعیت له کبله د لویې کچې د مرستو له ترسره کولو ډډه کړې؛ خو د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې مرستې باید د سیاست یا جیوپولیټیک ګټو په پام کې نیولو پرته ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version