سیمه ییز خبرونه

ناتو او آيساف په افغانستان كې د رڼو او سراسري ټاكنو ډاډ څرگند كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو وياندويان وايي، چې:

د افغانستان د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د امنيت د خونديتوب لپاره تيارى نيسي.

ناټو او آيساف پر وسله والو طالبانو غږ وكړ، چې:

كه د سولې له بهيرسره يو ځاى نه شي؛ نو له منځه به يې يوسي.

كه څه هم، چې د افغانستان راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته اوولس مياشتې پاتې دي، خو د رايو د مركزونو د خونديتوب په اړه په سياسي غونډو كې اندېښنې څرگنديږي.

په افغانستان كې د ناټو وياند دومنيك ميډلي وايي:

د ناتو او آيساف متحدين په افغانستان كې دموكراتيك بهير ته سترگې په لاردي. موږ د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان له ثبات او امنيت سره مرسته كوو.

كه څه هم، چې نړيوالو ځواكونو په افغانستان كې د خپلو سرتېرو پركمولو پيل كړى؛ خو په كابل كې د آيساف وياند گونتر كتز وايي، چې:

له افغان ملگرو سره يو ځاى به پر وسله والو فشار زيات كړو، دوى د سولې له بهير سره له يو ځاى كيدو، بندي كيدو او يا هم وژل كيدو پرته بله لاره نلري.

دا څرگندونې په داسې حال كې راپورته شوي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له دې وړاندې ويلي ول، چې د پاكستان استخباراتو د خپل نفوذ له مخې هغه طالبان نيولي او يا هم گواښلي، چې غوښتل يې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

Trending

Exit mobile version