تازه خبرونه

ناسا د مشتري په اړه څېړنیزې هڅې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۰)

ناسا نن (شنبه د تلې ۲۴) د مشتري پر شاوخوا د سپوږمکیو د څېړلو لپاره د تشې( فضا) پر لوري لوسي نومی ستورمزلی وتوغاوه او په دې اړه یې خپل ماموریت پیل کړ.

دا فضايي بیړۍ نن د فلوریډا له کیپ کاناورال هوایي اډې د اطلس ۵ توغندي پر مرسته وتوغول شوه.

ناسا وايي، دغه ۱۲ کلن ماموریت د لمریز غونډال(سیسټم) د پوره پوهیدنې لپاره پیل شوی دی.

څېړنه د ټروا پر ستورو راڅرخي، چې  پر لمر د تشې د دوه لویو ډبرو راڅرخېدل ننداریز کوي؛ یو یې د مشتري مخې ته او بل یې شاته حرکت لري.

ساینس پوهان پدې اند دي، چې دغه دوه ډبرې زمونږ د لمریز غونډال( شمسي نظام) د جوړیدو پاتې شوني دي.

دغه څېړنیز ستورمزلی لوسي نومیږي او ناسا هیله لري، چې له مونږ سره به د لمریز غونډال په جوړیدو او ښه پوهیدو کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version