لوبی
نامیبیا سریلانکا ته په شل آوریز نړیوال جام کې پر ۵۵ منډو ماته ورکړه
د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ نرینه ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته پر ۵۵ منډو ماتې ورکړه.
په آسترالیا کې د پیل شویو ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د نامیبیا لوبډلې د ۷ لوبغاړیو پر سوځېدو د جان فريلینک د ۴۴ چټکو منډو پر مټ ۱۶۳ منډې جوړې کړې.
سرلانکا ټاکلې موخې ته ونه رسېه او ټوله لوبډله یې په ۱۰۸ منډو کې وسوځېده.
نن به د لومړي پړاو د لوبو په لړ کې دوه یمه لوبه د عربي متحده اماراتو او هالیند ترمنځ پیل شي.
د ۲۰۲۲ شل آوریز کرکت نړیوال جام په لومړي پړاو کې ۸ لوبډلې ونډ لري، چې په دوه ګروپونو کې به سره ولوبیږي. په الف ګروپ کې سریلانکا، نامیبیا، عربي متحده امارات او هالیند او په ب ګروپ کې ایرلیند، ویست اندیز، سکاتلیند او زمبابوې برخه لري.
د لومړي پړاو دغه لوبې، چې نن یکشنبه پیل شوې د همدې میاشتې تر ۲۹ به روانې وي. بیا به له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له سته ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.
د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.
افغانستان په لومړي ګروپ کې له کوربه هېواد آسټرالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.
په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.
آریانا نړیواله تلویزیوني شبکه په افغانستان کې د دغو سیالیو د خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
لوبی
ارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د دوشنبې پر ورځ، د نومبر پر شپاړلسمه، د عینو مېنې او آریانا افسي ترمنځ په لوبه پای ته ورسېږي.
د افغانستان اتلانو لیګ په لوبو کې ارمان افسي استقلال کابل ته ۵ پر ۰ ماتې ورکړه.
سلیمان آریا د لوبې په لومړۍ دقیقه کې ارمان افسي ته لومړی ګول وواهه. رستمي په څلورڅلوېښتمه دقیقه کې دوهیم ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د ارمان افسي د دوه ګولونو پر بریا پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې مالکوم اشعیا شا په شپږپنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول وواهه.
د ارمان افسي لوبډلمشر حفیظ مهجور په نههشپېتمه دقیقه کې څلورم ګول وواهه او دامولا آکاني په نوییمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه.
حفیظ مهجور د لوبې په پای کې د ډګر غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان د اتلانو لیګ روشن پایلوبه دوشنبه کېږي
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د دوشنبې پر ورځ، د نومبر پر شپاړلسمه، د عینو مېنې او آریانا افسي ترمنځ په لوبه پای ته ورسېږي.
په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی او د ۹ اوونیو په اوږدو کې یې د تګراتګ ۹۰لوبې ترسره کړې دي.
د دغو سیالیو وروستۍ لوبه به په ټول هېواد کې د آریانا راډیو ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپره شي.
لوبی
په آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.
د ډيپي ورلډ نړیوال شلآوریز لیګ( آی ال ټي ۲۰) د خپل پنځم پړاو لپاره د لوبو نوي اصول اعلان کړي، چې له مخې به یې په هره لوبډله کې د متحده عربي اماراتو او افغانستان لوبغاړو ته د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ځانګړی ځای ورکړ شي.
د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.
دغه بدلون د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته اړین فرصت برابروي؛ ځکه د سیالیو په ټول بهیر کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ولوبېږي.
دغه شرط به د لوبې پر مهال د لوبغاړو د بدلولو او د ځانګړو بدیل لوبغاړو د کارولو پر وخت هم پر ځای وي.
که د متحده عربي اماراتو، افغانستان یا د کرکټ د همکارو غړيو هېوادونو کوم لوبغاړی له لوبې ووځي؛ نو که لوبډلې یوازې د اړوندې ډلې لږ تر لږه ټاکل شوی شمېر لوبغاړي غوره کړي وي، باید پر ځای یې د هماغې ډلې بل لوبغاړی ولوبوي.
دا نوي اصول د آی ال ټي ۲۰ لیګ د هغو پراخو هڅو برخه ده، چې موخه یې د سیمې او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړیو هېوادونو د لوبغاړو ونډې پیاوړي کول او د نوموتو نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته د ډېرو فرصتونو برابرول دي.
دغه لیګ د سر د ټپ له کبله د لوبغاړو د بدلولو اصول هم بدل کړي دي. له دې وروسته به لوبډلې اړ نه وي، چې د لوبې له پیل مخکې د احتمالي بدیل لوبغاړو نوملړ وړاندې کړي؛ خو هر بدیل لوبغاړی باید طبي تائید ولري، له ټپي شوي لوبغاړي سره د لوبې د وړتیا له پلوه ورته وي او د لوبڅار اجازه ترلاسه کړي. د لوبغاړو د لږ تر لږه ونډې شرطونه به هم پر خپل ځای وي.
په نورو بدلونونو کې د« توپوهونکي د سیمې» پر نوم د نوي اصل رامنځته کول شامل دي، چې له مخې به یې د توپ د پراخې یا وایډ پرېکړه د توپوهونکي د آف او لګ دواړو لوریو ته کېږي.
دغه راز د ۶۰ ثانیو د تمساعت اصول به له دې وروسته د توپوهنې پر لوبډلې هم پلي کېږي او یوازې د توپاچوونکې لوبډلې پورې به محدود نهوي.
د توپوهنې لوبډلې ته به د آورونو ترمنځ په ټاکلي وخت کې د نهچمتووالي له کبله دوه ځله خبرداری ورکول کېږي؛ خو له درېیمې سرغړونې وروسته به سیالې لوبډلې ته د جرمې پنځه منډې ورکړ شي.
د آی ال ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له دېرشمې څخه د لیندې نههویشتمې / د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې څخه د ډسمبر تر شلمې پورې دوام وکړي، چې شپږ لوبډلې به په کې ګډون وکړي او د نړۍ یو شمېر نوموتي کرکټ لوبغاړي به ولوبېږي.
تمه ده، چې د افغانستان د کرکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان او فضلالحق فاروقي د امآی امارات او محمد نبي د شارجه واریرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي. دغه راز به د نورو لوبډلو په ترکیب کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي ولوبېږي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر یوویشتمه په دوبۍ کې د ډیزرټ وایپرز او امآی امارات لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان لپاره په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه لوبغاړو د لوبېدا تضمین ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه افغان لوبغاړو ته به د نړیوالو سیالیو د تجربې، د وړتیاوو د ښودلو او د سیمې په یوه مخکښ شلآوریز لیګ کې د پام وړ ونډې فرصت برابر کړي.
د دغو سیالیو ټولې لوبې به په افغانستان کې د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي. مینهوال کولی شي د سیالیو د تازه معلوماتو، مهالوېش او نورو خبرونو لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د خواله رسنیو پاڼې هم وګوري.
لوبی
زیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوهیمې ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.
افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوهیمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.
افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
