تازه خبرونه
ناټو افغانستان ته د راستنېدو په لټه کې ده – سرګي لاوروف
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، ناټو د نږدې څلور کاله مخکې له نامناسب وتلو سره – سره افغانستان ته د بیا راتګ لپاره نوې لارې لټوي.
هغه د اور آسیا په غونډه کې ټینګار وکړ، چې ناټو غواړي افغانستان ته راستنه شي؛ خو په دې اړه یې توضیحات ورنکړل، چې ناټو او امریکا به څنګه افغانستان ته راستنیږي.
نوموړي نوموړي له دې مخکې ویلي وه، چې لویدیځ غواړي بېرته افغان لوبې ته راستون شي.
سرګي لاوروف ویلي؛ ” که مونږ د خپلې وچې سویلي برخې د نورو سیمو په اړه وغږیږو؛ نو باید وویل شي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د ناټو له شرمونکې تېښتې وروسته اوس ناټو یو ځل بیا هڅه کوي دې هېواد ته د راتګ لپاره نوې لارې ومومي. دوی په فعاله توګه زمونږ ملګرو، متحدینو او په منځنۍ آسیا کې سټراټیژیکو شریکانو ته نږدې کیږي او هڅه کوي، چې خپل مشهور مفهوم پر دوی وتپيي: “وټاکئ، چې تاسې له چا سره یاست – له روسیې سره که له مونږ سره.”
دا په داسې حال کې ده، چې سرګي لاوروف د روان کال په غوايي کې افغانستان ته د ناټو د پوځي بېخبناوو د بېرته راستنولو لپاره له نویو هڅو خبرداری ورکړ او وایي، چې دا ډول کړنې کولی شي د راتلونکو شخړو خطرناکه سرچینه شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکي د لوړ پوړي روسي ډیپلومات دا ډول څرګندونې د سیالانو د نفوذ کنټرول او په سیمه کې د مسکو د نفوذ د پیاوړتیا لپاره هڅه ګڼي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې بیا راپورته شوې، چې د شنونکو پر اند، روسیه پخپله هڅه کوي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې په څېر ټولنو له لارې په منځنۍ آسیا کې خپل نفوذ پیاوړی کړي.
اسلامي امارت په ځلونو ویلي، چې دوی له ټولې سیمې او نړۍ سره مثبتې اړیکې او تعامل غواړي؛ خو په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پوځي شتون د منلو وړ ندی.