تازه خبرونه

ناټو د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د سولې بهیر غښتلې کړي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۰, ۱۳۹۹)

ناټو ویلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ پر کړنلاره هوکړه او د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه جرګه ګۍ لومړۍ ناسته په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړین ګامونه دي.

ناټو نن(چهارشنبه د لیندۍ ۱۹) په ډاګه کړې، چې د جګړې خواوې دې د سولې له رامنځته شوي فرصته د جګړې د پای ته رسېدو، تلپاتي اوربند، سیاسي جوړ جاړي او له یو سوکاله افغانستان څخه د ځان او ګاونډ هېوادونو په ګټه کار واخلئ.

ناټو پر دواړو خواو غږ کړی، چې په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

دغه راز ناټو د افغانستان او خلکو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کړی او څرګندوي؛ مونږ له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړو، چې د امریکا او طالبانو د تړون، د امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې په اړه خپلو ژمنو ته عمل ورکړي.

د ناټو د څرګندونو له مخې؛ مونږ به د خپل نظامي شتون په اړه مشورې وکړو او که شرایط سم وي؛ د افغانانو په مشرۍ او واک به د سولې له بهیر ملاتړ وکړي. یعنې یوځای راغلي یو او یو ځای به وځو او تر هغې به مونږ د سولې لپاره له افغانانو سره ودریږو.

Trending

Exit mobile version