نړۍ
ناټو پولنډ ته د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته د خپلو جت الوتکو الوتنې پیل کړې
پولنډي چارواکو ویلي، چې په څو ساعتونو کې ۱۹ سرغړونې ثبت شوې او د پولنډ په خاوره کې د غورځېدو نهه ځایونه وپېژندل شول.
ناټو د اوکراین په خاوره کې د شپنیو بریدونو پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته د څو روسي بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته خپلې جنګي الوتنې پیل کړې، چې ورسره د جګړې د زیاتېدو وېره راپورته شوې ده.
پولنډي چارواکو ویلي، چې په څو ساعتونو کې ۱۹ سرغړونې ثبت شوې او د پولنډ په خاوره کې د غورځېدو نهه ځایونه وپېژندل شول.
د لوبلین په اړوند سیمه کې یو کور زیانمن شوی؛ خو د مرګ او ژوبلې راپور ورکړ شوی ندی.
هالنډي اف ـ ۳۵ جنګي الوتکو د ځینو الوتکو په مخنیوي کې مرسته وکړه.
ناټو ویلي، چې دا لومړی ځل و، چې د دوی الوتکې د خپلو غړو په هوايي حریم کې له احتمالي ګواښ سره مخ شوې.
پولنډ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
اروپایي مشرانو ویلي، چې دا پېښه قصدي پارونه وه.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کاجا کالاس د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه او وایي: “د روسیې جګړه مخ پر زیاتېدو ده، نه پای ته رسېدو.”
روسیې د پولنډ پر نښه کول رد کړل.
پولنډي مشرانو ویلي، چې برید قصدي ښکاري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د روسیې لخوا د پولنډ هوايي حریم څخه سرغړونه “د اروپا لپاره خورا خطرناک پیل” وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولنیزو رسنیو ته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ولیکل: “روسیه له ډرون سره د پولنډ له هوايي حریم سرغړونه کوي؛ څه شوي؟ مهرباني وکړئ!”
ټاکل شوې، چې هغه د ورځې په وروستیو کې د پولنډ له ولسمشر سره خبرې وکړي.
پر اوکراین د روانې جګړې له پیل راپدېخوا دا پیښه د روسیې له ترټولو لوی هوايي برید وروسته رامنځته شوې او په اروپا کې یې اندېښنې زیاتې کړي، چې شخړه د اوکراین له پولو هاخوا هم خپرېدلی شي.