تازه خبرونه
ناڅرګندو وسلوالو د بلخ هوايي ډګر ۸ کارکوونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې
Last Updated on: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د شمالي ولایت د بلخ پولیسو په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ ناڅرګندو وسلوالو د هوايي ډګر د کارکوونکیو پر موټر ډزې کړي؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دغه وسلوال برید هغه مهال رامنځته شو، چې قربانیان د مولانا جلال الدین محمد بلخي له نړیوال هوايي ډګر څخه مزارشریف ښار ته پر لاره ول.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند آصف وزيري پژواک خبري سرچینې ته ويلي، چې دغه بريد نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د مزارشريف ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوى دى.
د برید مسوولیت سمدستي چا پر غاړه ندی اخیستی.
