تازه خبرونه

ناڅرګندو وسلوالو په کابل کې مشهور عالم جومات ته د تګ پرمهال وژلی

Published

on

کابل پولیسو منلې، چې د کندوز ولایت د علماوو شورا پخوانی مشر او د کابل دارالعلوم استاد فیض محمد فایض د چارشنبې پر سهار د کابل ښار د ۱۷ ناحیې په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د کابل د سرکوټل د اړوند سیمې د طلایي ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکيو ویلي، چې فیض محمد فایض نن سهار د دوه ناڅرګندو وسلوالو لخوا پر ډزو هغه مهال وژل شوی، چې جومات ته روان و.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د دغې وژنې پخلی کړی؛ خو څرګندوي؛ د لومړني راپورونو له مخې دا یو “تروریستي عمل” نه بلکې د وژنې یوه پېښه ده.

له دې پېښې څه نا څه یوه میاشت مخکې یو بل مشهور افغان عالم محمد عاطف هم د دوه نورو کسانو سره په یوه چاودنه کې ووژل شو.

په کابل کې میشت د خیریه ګروپ یو مشهور عالم ، محمد عاطف هغه مهال ووژل شو کله چې د هغه په موټر کې ځای پر ځای شوي ماین وچاودید.

دغه روحاني شخصیت په کابل کې د یوه خیریه بنسټ مشري، چې دفتر ته پر لاره یې پر موټر بمي چاودنه رامنځته او ووژل شو.

تر اوسه چا د دې برید مسوولیت هم ندی منلی.

Trending

Exit mobile version