سیمه ییز خبرونه
نا امنۍ بيا هم د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو په وړاندې يوه لوېه ستونزه بلل كېږي
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، كه په هېواد كې امنيتي ستونزې حل نه شي نو دوى به ونه شي كولاى، چې په دې برخه كې خپل پلان تطبيق كړي.
نا امنۍ بيا هم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونكو ټاكنو په وړاندې يوه لوېه ستونزه بلل كېږي.
د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي وايي:
كه امنيتي ستونزې حل نه شي نو دوى به ونه توانېږي، چې د ټاكنو په اړه خپل پلان په ټاكلي وخت تطبيق كړي.
د دغه كميسيون رئيس زیاتوی، د روانې ميلادي مياشتې تر۲۵ مې پورې به د رايو وركولو د مركزونو شمېر له امنيتي ارګانونو سره شريك كړي، خو په هغو سيمو كې به د رايو د صندوقونو له اېښودلو ډډه وكړي، چې امنيت يې نه وي ټينګ شوى.
د دغه كميسيون مسئولين د ټاكنو بودجه يوه بله ستونزه ګڼي او وايي، نړيوالې ټولنې له قيد او شرط پرته د ټاكنو بودجه وركوله، خو د ولسمشر د فرمان له مخې اوس بايد د ټاكنو بودجه د ماليې وزارت له خوا اجرا شي، چې د تداركاتو د پېچلي قانون او په حكومت كې د سختو پروسيجرونو له امله ښايي دوى خپل كارونه په ټاكلي وخت ونه شي كولاى او ټاكنې په خپل وخت ونه شي.
هغه همدارنګه وايي، چې د الكترونيكي تذكرو وېش به په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵ كلونو كې د ټاكنو ستونزې حل نه كړي.
نوموړي وویل، كه څه هم، چې دوى د ټاكنو د روڼتيا او د درغلۍ د مخنيوي لپاره پلانونه په پام كې نيولي و، چې افغانستان حكومت او نړيوالې ټولنې يې ملاتړ ونه كړ، خو تر خپله وسه پورې هڅه كوي، چې رڼې او له درغلۍ پاكې ټاكنې ترسره شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶مه ترسره شي.
