Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نا امنۍ بيا هم د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو په وړاندې يوه لوېه ستونزه بلل كېږي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، كه په هېواد كې امنيتي ستونزې حل نه شي نو دوى به ونه شي كولاى، چې په دې برخه كې خپل پلان تطبيق كړي.

نا امنۍ بيا هم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونكو ټاكنو په وړاندې يوه لوېه ستونزه بلل كېږي.

د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي وايي:

كه امنيتي ستونزې حل نه شي نو دوى به ونه توانېږي، چې د ټاكنو په اړه خپل پلان په ټاكلي وخت تطبيق كړي.

د دغه كميسيون رئيس زیاتوی، د روانې ميلادي مياشتې تر۲۵ مې پورې به د رايو وركولو د مركزونو شمېر له امنيتي ارګانونو سره شريك كړي، خو په هغو سيمو كې به د  رايو د صندوقونو له اېښودلو ډډه وكړي، چې امنيت يې نه وي ټينګ شوى.

د دغه كميسيون مسئولين د ټاكنو بودجه يوه بله ستونزه ګڼي او وايي، نړيوالې ټولنې له قيد او شرط پرته د ټاكنو بودجه وركوله، خو د ولسمشر د فرمان له مخې اوس بايد د ټاكنو بودجه د ماليې وزارت له خوا اجرا شي، چې د تداركاتو د پېچلي قانون او په حكومت كې د سختو پروسيجرونو له امله ښايي دوى خپل كارونه په ټاكلي وخت ونه شي كولاى او ټاكنې په خپل وخت ونه شي.

هغه همدارنګه وايي، چې د الكترونيكي تذكرو وېش به په  ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵ كلونو كې د ټاكنو ستونزې حل نه كړي.

نوموړي وویل، كه څه هم، چې دوى د ټاكنو د روڼتيا او د درغلۍ د مخنيوي لپاره پلانونه په پام كې نيولي و، چې افغانستان حكومت او نړيوالې ټولنې يې ملاتړ ونه كړ، خو  تر خپله وسه پورې هڅه كوي، چې رڼې او له درغلۍ پاكې ټاكنې ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶مه ترسره شي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره  روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه  ورکړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

Published

on

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!