تازه خبرونه

نجونې کولی شي د خپلې خوښې وړ څانګې وټاکي ـ د لوړو زدکړو وزارت

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت څرګنده کړې، چې د کانکور په ملي ازموینه کې ټولو ګډون کوونکیو ته اجازه ورکول کېږي، چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي وټاکي او په دې اړه موم خنډ نشته.

د دغه وزارت چارواکو هم نن سې شنبه ویلي، چې دوی هڅه کوي د پوهنې په برخه کې نورې ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د کانکور يو شمېر دکوونکي وايي، که د نجونو لپاره د زدکړو زمينه محدوده شي؛ نو ډېرې به يې زدکړې پرېږدي او يا به له زدکړو پاتې شي.

يوې زدکوونکې شکيلا ويلي: د څانګې ټاکنه يو انساني ارزښت دی او بايد محدود نشي.

یوه بله زدکوونکې وایي: که د خپلې خوښې د څانګه له ټاکلو بې برخې شم؛ زدکړې به پرېږدم.

ټاکل شوې ده، چې کانکور ازموینه د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې د تلې / میزان پر پر ١٤ او بيا د همدې میاشتې پر ٢١ په کابل کې واخیستل شي.

تمه ده، چې د سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۰۰ زره زدکوونکي برخه واخلي. په همدې حال کې محصلینو له حکومته وغوښتل، چې د کانکور ازموینې په ورځ دې د ګډون کوونکیو امنیت ټینګ کړي.

د آی اس آی امنیتي چارواکو ویلي، چې د کانکور ازموینې په ورځو کې به جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.

Trending

Exit mobile version