تازه خبرونه
نشستی به منظور جلب کمکها در بخش زراعت در کابل برگزار شد
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د قرغزستان سفیر تورداکان صدیقوف، د ازبکستان سفارت درېیم سکرتر فرخد تورابوف، د ترکمنستان د سفارت قونسل ویپانوباتوف، د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» استازي شین اچي، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د بدیل معیشت برخې مسوول ارداکوستیم او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام “یو ان ډي پي” مرستیال عبدالحمید عمر ګډون کړی و.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو او نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال صدراعظم عثماني پر مشرۍ، په کابل کې یوه ناسته جوړه شوه.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د قرغزستان سفیر تورداکان صدیقوف، د ازبکستان سفارت درېیم سکرتر فرخد تورابوف، د ترکمنستان د سفارت قونسل ویپانوباتوف، د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» استازي شین اچي، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د بدیل معیشت برخې مسوول ارداکوستیم او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام “یو ان ډي پي” مرستیال عبدالحمید عمر ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي: صدراعظم عثماني دې ناستې ته د وزارت د تېرو درې کلونو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه، د کرنې سکټور پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوې او له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنې تشریح کړې.
هغه زیاته کړې: «دغه ناسته مو د دې لپاره جوړه کړې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور اړتیاوې له ملګرو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړو، چې څنګه له مونږ سره مرسته کولی شي. همداراز، چې د جون پر دېرشمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې کومه نړیواله ناسته ترسره کېږي، یوه ښه موقع ده، چې د مرستو اعلان په کې وشي.»
د کرنې مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره جدي او مؤثر ګامونه اخیستي او اوس بزګرانو بدیلې کرنې ته مخه کړې ده.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د بدیل کرنې د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
همدارنګه د نړۍوالو بنسټونو استازو او ډیپلوماټانو د کرنې او مالدارۍ سکټور ملاتړ ته ژمنتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د قطر په ناسته کې به د مرستو خپلې کڅوړې اعلان کړي.
د یوناما استازي “شین اچي” ویلي، چې د بزګرانو او پلي شویو پروژو د وضعیت له ارزونې او کتنې وروسته، اړتیاوې تر پخوا زیاتې احساسېږي.
هغه ژمنه وکړه، چې دغه پیغام به مرسته کوونکو هېوادونو ته ورسوي او د نړیوالو پام به افغانستان ته راواړوي.
دغه راز د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د دې برخې د چمتو شویو ستراتیژیو په اړه معلومات ورکړل او د غنمو تولید، کرنیزو څېړنو، بڼوالۍ، د کیمیاوي سرو کارولو، د اوبو لګولو نوې ټکنالوژۍ ترویج، د لبنیاتو پروسس، صنعتي بوټو، د څړځایونو بیارغونې، د ځنګلونو ساتنې، د کارکوونکو روزنې، د اصلاح شویو تخمونو برابرولو او د نباتي آفتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له اړتیاوو یادونه وکړه.
ویل کیږي، چې د قطر نړیواله ناسته به د ۲۰۲۵ کال د جون پر دېرشمه ترسره شي، چې تمرکز به یې د خصوصي سکټور پر ملاتړ، بدیل معیشت او له نشهيي توکو سره مبارزه وي.
